1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اخضر براهیمي په دمشق کي خبرواترو ته خاتمه ورکړه

۱۳۹۱ شهریور ۲۷, دوشنبه
https://p.dw.com/p/16AGB

د سوريې له پاره د ملګرو ملتونو ځانگړي استازي اخضر براهیمي خپلي خبري اتري په دغه هيواد کي پای ته ورسولې او اوس قاهرې ته تللی دئ. دی دمخه تر دې چي د ملګرو ملتو د عمومي منشی بان کي مون سره د لیدني کتنيت له پاره نیویارک ته سفر وکړي، غواړي د مصر په پایتخت قاهره کي د عربي لیګ هیوادونو له استازو سره هم وګوري. د ده ویاند احمد فوزی په قاهره کي وویل، چي تر دې وروسته به براهیمي ددغه بحران د حل له پاره د سوریې همسایه هیوادونو ته هم سفر وکړي. براهیمي په تېرو څلورو ورځو کي په دمشق کي له جمهور رئیس بشارلاسد، د هغه د حکومت له استازو او همدارنګه د وسله والو مخالفینو له استازو سره وکتل. ده له اسد سره په خبرو اترو کي د سوریې بحران د سیمي او نړۍ له پاره یو لوی خطر وباله. د اپوزیسیون یوه ویاند بیا په دې خبره اطمینان ښکاره کړ، چي د براهیمي ماموریت به هم لکه د کوفي عنان ماموریت له ناکامۍ سره مخامخ سي.