1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اديب: امنيتي غوښتنو ته جواب نه سو ويلای

۱۳۹۰ خرداد ۲۷, جمعه

د بدخسان ولايت د پوځ او پوليسو مشران خبرداری ورکوي چي، که يې سرتيرو ته وسلې، موټر او نور اړين پوځي وسايل برابر نه سي نو کيدای سي چي ډيري سرحدي غرنۍ سيمي د دولت ضد وسله والو لاس ته ولويږي.

https://p.dw.com/p/11cu7
د بدخشان يوه غرنۍ سمه
د بدخشان يوه غرنۍ سمهانځور: Lonely Planet Images

بدخشان د افغانستان شمال پلو له چين، پاکستان او تاجکستان سره ګډه پوله لري چي ډيری پولي يې له هغو غرونو جوړي سوي چي، شاوخوا اوه مياشتي په واورو پوښلي وي.

بدخشان له نورستان او تخار ولايتونو سره هم ګډه پوله لري چيري چي، په دې ورستيو کي زور پالي ډير فعال سوي او حتي د بهرنيو ملکونو فراري چريکان هم پکښي له طالبانو سره يو ځای سوي دي.

د دغه ولايت د زيباک ولسوال مير احمد نيغم د ټليفون پر ليکه دويچه ويله ته وويل چي دوی له ګاونډي پاکستان سره شاوخوا ۱۳۰ کيلومتره ګډه پوله لري او تر ډيره بريده د دوی تکيه د خلکو پر همکاري ده.

د بدخشان سرحدي ولسوالي د منځنۍ اسيا هيوادونو ته د مخدره توکو د قاچاق له پاره د پلونو په توګه کارول کيږي او برعکس د منځنۍ آسيا زور پالي او د بنسټ پالو ډلو غړي بيا له همدغو ولسواليو په تيريدو سره د افغانستان هغو سيمو ته لاره پيدا کوي چيري چي يي، د کړنو له پاره زمينه برابره ده.

د بدخشان د بلي ولسوالۍ شهر بزرګ، چي ويل کيږي د مخدره توکو د راکړي ورکړي عمده مرکزونه شتون لري ولسوال عبدالقدير صفا بيا وايي د دوی ولسوالي د تخار له هغو سيمو سره په ګاونډ کي پرته ده کومي چي، تير کال پکښي د تاوتريخوالي څپې زور اخيستی وو.

د ده په خبره د هغه وخت راهيسي چي د تخار په امام صاحب، دشت ارچي او خواجه غار ولسواليو کي د زور پالو پر ضد د دولتي او ايساف قواوو له لوري چاڼيز عمليات وسول، د دوی په ولسوالۍ کي هم د نا امنيو پيښي کمي سوي دي.

Sechs deutsche Ärzte in Afghanistan erschossen NO FLASH
انځور: Lonely Planet Images

د بدخشان والي شاه ولي اديب وايي چي امنيتي ځواکونه يې په ډيرو سيمو کي د ولسونو همکاري له ځان سره لري، ځکه نو هلته د نا امنۍ څپې د پراخيدو ويره ډيره لږه ده.

د اديب په وينا په وار وار يې د مرکزي حکومت څخه د بدخشان امنيتي ځواکونو ته د عصري تجهيزاتو د ورکړي غوښتنه کړي خو تر کومه ځايه چي ليدل کيږي مرکزي حکومت د دوی غوښتنو ته د هو ځواب ندی ويلی.

د بدخشان والي په ياد ولايت کي د پوليسو او ملي پوځ د سرتيرو د شمير کموالی بله هغه ستونزه بولي چي، د دغه ولايت د پيچلي جغرافيايي جوړښت امنيتي غوښتنو ته پر وخت جواب نه سي ويلای.

د يادولو ده چي، د منځنۍ اسيا په خاصه توګه د ازبکستان او تاجکستان القاعدې تړاوي جنګيالي له همدغه ولايت څخه د افغانستان نورو سيمو ته لاره پيدا کوي.

تير کال په څو پيښو کي افغان امنيتي ځواکونو د ازبکستان د اسلامي تحريک او همدا راز د تاجکستان د بنسټ پالو ډلو هغه جنګيالي له کندز، بدخشان، بغلان او تخار څخه ونيول چي د منځنۍ آسيا له ملکونو د بدخشان له غرنيو ولسواليو په تيريدو افغانستان ته ننوتي ول.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل