1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردن د «اسلامي دولت» پر ضد «بې رحمه جنگ» غواړي

آژانسونه۱۳۹۳ بهمن ۱۶, پنجشنبه

د «اسلامي دولت» ترهگرې ډلې له خوا د اردني پیلوت تر وژلو وروسته د اردن پاچا عبدال دوهم له، د دغي ډلي پر ضد د یو «بې رحمه جنگ» د پیل گواښ وکړ. هغه وویل:«دا ځکه چې اسلامي ارزښتونه بايد خوندي پاتي شي».

https://p.dw.com/p/1EVq7
انځور: picture-alliance/abaca/Balkis Press

د اردن دولتي خبري آژانس «پیترا» د پاچا عبدالله دوهم، له خولي خبر ورکړی دی: «دغه ترهگر سازمان نه یوازي زموږ پر ضد، بلکي په بشپړه توگه د رښتیني اسلام پر ضد هم جنگیږي.» عبدالله وویل: «د دې له پاره چې خپله عقیده، خپل ارزښتونه او خپل انساني اصول وساتو، دغه جگړه باید وکړو.»

د اردن پاچا د خپلې وینا په دوام کې ويلي دي: «زموږ جگړه به بې رحمه وي، موږ به دغه جنایت کاره ډله تعقیب کړو او د هغوی په خپلو کورونو کې به يرغل پر وکړو. د معاز الکساسبه وینه بې ځایه تویه شوې نه ده. زموږ د زوی پر ضد د دغه جنايي او بې همته عمل پر وړاندي به د اردن او د هغه د پوځ ځواب ډير سخت وي.»

ظالمانه وژنه

د «اسلامي دولت» ترهگري ډلي د سه شنبه په ورځ یوه ویدو خپره کړه چې په هغه کې د اردن پوځي پیلوټ الکساسبه په ژوندوني د سوځولو په حال کي ښوول کيږي. اردن ويلي دي چې دغه جنايي عمل آن د جنوري مياشتي پر دريمه نېټه تر سره شوی دی.

د دغه عمل پر وړاندي اردن په لومړي غبرگون کې دوه تنه افراطي اسلامپالان چې دمخه لا په اعدام محکوم شوي ول، سمدلاسه اعدام کړل. په اعدام شوو کې د القاعدې شبکې ترهگره، ساجده الريشاوي هم شامله ده.

۲۶ کلن اردنی پیلوټ د تیر میلادي کال په دسمبر میاشت کې هغه وخت د «اسلامي دولت» ډلې لاس ته ولوید چې د هغه جنگي الوتکه په سوریه کې راولوېده. د اردن د معلوماتو له مخې دغي الوتکي تخینکي عوارض لرل.

د اردني پیلوت د بیرحامنه وژلو پیښي په اردن کې د خلکو قهر او غوسه راپارولې ده. هغوی دغه عمل سخت خواشیني کړي دي. د رسنیو د رپوټونو له مخې د اردن په مختلفو سیمو کې عام خلک سړکونو ته راوتلي دي او وژل شوی پیلوت الکسابسه یی د یو اتل په توگه ولمانځه.

مسلمانانو د هغه له پاره په مسجدونو کې دعا وکړه او مسیحیانو د خپلو کلیساو د زنگونو په غږولو سره له وژل شوي پیلوته سره خپله خواخوږي څرگنده کړه. حکومت د یو دولتي وير د نیولواعلان کړی دی.

د عربو متحدو اماراتو خپل هوايي بریدونه درولي دي

اردن د هغو هیوادونو په جمله کې دی چې په سوریه کې د اسلامي دولت ډلي پر ضد د امریکا په مشرتوب نړيوال ائتلاف په هوايي بمباریو کې گډون لري.

د رویترز خبري آژانس د رپوټ له مخې د عربو متحدو اماراتو د اسلامي دولت ډلي پر ضد هوايي ببمبارۍ درولي دي. دغه آژانس د امریکا د حکومتي چارواکو په حواله رپوټ ورکړی دی چې د عربو متحدو ماراتو دغه تصمیم د اردني پیلوت د الوتکې تر رالوېدو لږ وروسته ونیو.

د متحدو ایالاتو د وینا له مخې د «اسلامي دولت» پر ضد نړیوال ائتلاف کې د نړۍ۶۰ دولتونه شامل دي. په سوریه کې د «اسلامي دولت» ترهگري ډلي پر ضد په هوايي ببماریو کې د اردن تر څنگ سعودی عربستان، قطر او بحرین هم شامل دي.

په عراق کې بيا د «اسلامي دولت» ډلي پر ضد عملیات د استرآلیا، بریتانیا، فرانسې او کانادا پر غاړه دي.