1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردن د سوريې کډوالو ته په صحرا کي کمپ جوړوي

سيد رياض/ کلاوس جانسن۱۳۹۳ اردیبهشت ۹, سه‌شنبه

د اردن په یوه لیري صحرا کې په ډیر ځنډ سره د سوريې د کډوالو له پاره د «ازرق» په نوم یو کمپ پرانیستل شو. که څه هم مرستندویه سازمانونه د دغه کمپ د موقعیت په اړه نیوکې کوي، خو وایي چې اسانتياوي به پکښې ډيري وي.

https://p.dw.com/p/1Bqhb
انځور: Hamza Eqab/Transterra Media

د اردن او سوریې تر منځ پر پوله سرویسونه چمتو ولاړ دي. د ازرق کمپ ته د کډوالو لومړنۍ جوپه ور رسېدلې ده. د رواني اوونۍ په نیمایي کې به د اردن چارواکي په رسمي توگه دغه نوی کمپ پرانیزي. په اصل کې د دغه نوي کمپ د جوړولو موخه پر زعتري کمپ باندي فشار کمول دي. د رواني میاشتي په پیل کې د زعتري د کډوالو په کمپ کې یو ځوان سوریایي کډوال هغه وخت ووژل شو، چې د اردن امنیتي ځواکونو د یوه پاڅون د سرکوبولو هڅه کوله.

تیر کال د دغه کمپ اوسیدونکو تل د ژوندانه د خرابو شرایطو په اړه احتجاجونه کړي ول. کله ناکله دغه احتجاجونه له تاوتریخوالي سره مل ول.

د زعتري د کډوالو کمپ چې پکښې کابو سل زره انسانان اوسیږي، په اړه یې داسي فکر کیږي چې په نړۍ کې د کډوالو دوهم ستر کمپ دی. د ملگرو ملتونو ځایي چارواکي دغه کمپ په نړیواله کچه یو له ستونزمنو کمپونو څخه بولي. سر له اوسه نوي کډوال په دغه کمپ کې یوازي په استثنایي حالاتو کې منل کیږي.

داسې اټکل کیږي چې په نوي کمپ کې دې وضعیت ښه وی. دا ځکه چې ۲۰ مرستندویه سازمانونه د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې «یو اېن اېچ سي آر» سره په گډه د دې فرصت لري چې د نوو کډوالو له پاره آسانتیاوي برابري کړي. په اصل کې د ازرق کمپ د مني په موسم کې پرانیستل کیدای شوای، خو د اردن حکومت په لومړي سر کې د دغه کمپ د پرانیستل کیدو پر خلاف پریکړه وکړه. د حکومت د وینا له مخي داسي ښکاري چې د کډوالو د راتگ لړۍ مخ پر کمیدو ده، خو په دغه دود کې کوم کموالی نه تر سترگو کیږي.

د اردن په صحرا کي جوړېدونکی کمپ
د اردن په صحرا کي جوړېدونکی کمپانځور: Hamza Eqab/Transterra Media

د «ورلډ ویژن» په نامه له مرستندویه سازمان څخه شتیفن هورست مایر، وایي: «په هر صورت کې موږ ډیر وخت درلود چې په عادي حالت کې یې نه لرو. په عادي توگه لومړی کډوال راځي او بیا موږ د هغوی له پاره کمپ جوړوو. خو په ازرق کې خبره بیخي بل ډول وه. موږ دلته وکولای شوای چي لومړی د کمپ په هکله فکر وکړو او جوړ یې کړو او بالاخره اوس به ترې استفاده وشي.»

کلیوال جوړښت

د ازرق په کمپ کې د نورو بېړنیو سر پناوو په شان خیمې نشته. دلته کډوال مستقیماً د آهن چادر څخه جوړو شوو کوډلو ته کډه کیږي. د ورلډ ویژن په نامه مرستندویه سازمان په دغه کمپ کې د تشنابونو او حمامونو د جوړولو چارې پر غاړه اخیستي دي. دغه کمپ پر څو کلیو باندي ویشل شوی دی چې د ۱۵ زرو تنو د اوسیدو ځای لري. دا ډول دوه استوگنځایونه جوړ شوي دي او د دوو نورو استوگنځایونو چې د ۶۰ زرو کسانو د اوسیدو گنجایش به ولري په راتلونکو څو میاشتو کې بشپړ شي. اشتیفن هورست مایر، اټکل کوي چې ښایي په دغو استوگنځایونو کې سل زره کډوال ځای پر ځای شي.

لیري پروت، گرم، توفاني

د کډوالو د دغه کمپ د پراخیدو امکان شته. ځکه چې د ارزق کمپ د اردن صحرا په نیمايي کي پروت دی. د کډوالو ډیری مرستندویه سازمانونه د دغه کمپ پر موقعیت باندي نیوکه کړې ده. دغه کمپ له نزدي کلي څخه ۲۰ کیلومتره او له یوه لوی ښار په ۵۰ کیلومترۍ کې پروت دی. خو خپله د اردن حکومت د دغه کمپ له پاره ځای ټاکلی دی.

اوس په دغه ځای کې د تودوخي درجه ۳۰ سنتي گرادو ته رسیږي او په دوبي کې خو بیا حتی ۴۵ درجې ته هم رسیږي. له بله اړخه د رېگو د توفانونه احتمال شته چې آن کورونه له احاطوي دیوالونو سره له منځه وړي دي. په دې اړه شتیفن هورست مایر وایي: «دغه ځای په هیڅ ډول ایدیال نه دی. خو موږ هڅه کړې ده چې له موجودو امکاناتو څخه په ښه شان استفاده وکړو.»