1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوان په محلي ټاکنو کي د بريا اعلان کړی دی

سيد رياض/ دويچه ويله۱۳۹۳ فروردین ۱۱, دوشنبه

د ترکیې د لومړي وزیر رجب طیب اردوان، گوند «اې کې پي» په محلي ټاکنو کې د بریا اعلان کړی دی. د لومړنیو پایلو له مخې دغه گوند په ټول هیواد کې شاوخوا ۴۵ سلنه رایې گټلي دي.

https://p.dw.com/p/1BYoO
انځور: AFP/Getty Images

د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د اې کې پي یا د عدالت او پرمختگ گوند د عمومي مقر مخې ته اردوان خپلو زرگونو پلویانو ته د محلي ټاکنو نتیجه د اسلامپاله محافظه پاله گوند له پاره لویه بریا بللې ده. لومړي وزیر په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې دوی به خپلي تگلاري ته ژمن پاته شي. د ارودان مخالفینو پر ده باندې تور لگولی دی چې د هیواد له گټو سره یې خیانت کړی دی.

د محافظه پاله حکومت مشر له تیر دوبي راهیسې د مخ پر زیاتیدونکي مطلق العنانه ډول حکومت کولو له کبله له سختو احتجاجونو سره مخامخ دی. پر دې سربیره د واکمن گوند (عدالت او پرمختگ) په لیکو کې د اداري فساد د رسوايي له کبله هم سختې نیوکې کیږي. له دې سره سره، د عدالت او پرمختگ گوند په محلي ټاکنو کې ۴۵ سلنه رایې گټلي دي. د تلويزيوني چينل سي اېن اېن ترک، د رپوټ له مخې د اپوزیسیون مهم گوند، يعني د جمهوریت غوښتونکو ولسي گوند «سي اېچ پي» په دغو ټاکنو کې ۲۸،۵ سلنه رایې گټلي دي.

د رایې د شمیرنې پر وخت د جمهوري غوښتونکو ولسي گوند له کاندیدانو سره چې په استانبول او انقره کې د بریا ادعا کوي، د سخت اخ او ډب رپوټونه ورکړل شوي. دواړه اړخونه پر یو بل باندي د لاسوهني تورونه لگولي دي.

د لومړنیو پایلو له مخې د دواړو گوندونو (عدالت او پرمختگ، د جمهوریت غوښتونکو ولسي گوند) د کاندیدانو تر منځ په پلازمینه انقره کې اوږه په اوږه سیالي تر شوې ده او دواړو گوندونو ۴۴ سلنه رایې گټلي دي. په استانبول کې د عدالت او پرمختگ گوند د ښاروالۍ څوکۍ گټلې ده. د ترکي رسنیو د رپوټونو له مخې د استانبول په تکسیم چوک کې زیات پولیس په دنده گمارل شوي ول، څو د ممکنه لاریونونو د مخنیوي له پاره چمتووالی ولري.

محلي ټاکنې د ازموینې په توگه

له څو میاشتو راهیسې د حکومت د مشر او مخالفینو تر منځ د قدرت پر سر تر ټینگي مبارزې وروسته، په ترکیه کې به کابو درې کاله وروسته په لومړي ځل بیا رایې ورکوونکي پریکړه وکړي. محلي ټاکنو ته د اردوان له پاره د رایې د ازموینې په سترگه کتل کیږي. اردوان چې تر لسو کلونو یې زیات د حکومت د مشر په توگه کار کړی دی، غواړي چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې ځان کاندید کړي.

دغه ټاکنې د ترکیې په سویل ختیځ کې د سیالیو کاندیدانو د پلویانو تر منځ د اخ و ډب تر سیوري لاندې تر سره شوي. د نوو ورکړل شوو معلوماتو له مخې په دغه ترڅ کې نهه تنه وژل شوي او شاوخوا۶۰ تنه ټپیان شوي دي.