1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوغان اروپایې ټولنه د ژمنې په ماتولو تورنه کړه

دویچه ویله/ ش.ن۱۳۹۵ مرداد ۵, سه‌شنبه

د ترکیې ولسمشر په دې باور لري چې اروپایې اتحادیه د «مهاجرت د تړون» په برخه کې پر خپلو ژمنو نه ده ولاړه. اردوغان وایې چې په دې هکله د خپل سیاست په برخه کې هیڅ شک او تردید نه لري.

https://p.dw.com/p/1JW3K
Türkei ARD Interview Erdogan
انځور: picture-alliance/AA/K. Ozer

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان; د «ARD» آلماني تلویزوني شبکې سره په یوه ځانگړې مرکه کې پوښتنه وکړه: «موږ پر خپلو ژمنو ولاړ یو، خو آیا اروپایان هم پر خپلو خبرو عمل کوي؟»

اروغان زیاته کړه چې د بیلگې په توگه اروپایې اتحادیې په ترکیه کې د شاوخوا دری میلیونه سوریایې مهاجرو د مالي ملاتړ پر ژمنې وفا نه ده کړی.

اردوغان ټینگار وکړ چې «د دری میلیارده یورو ژمنه راکړل شوې وه، خو تر اوسه پورې یوه ډیره لږه برخه یې په نمونیې شکل مونږ ته رسیدلی ده.» اردوغان په دې مرکه کې په مجموعي توگه له یو څخه تر دوو میلیونو ایروو خبره وکړه. نوموړي زیاته کړه: «هغه کسان چې په اروپا کې حکومت کوي، صادقه نه دي.»

اختلافي تړون

په هغه موافقتنامه کې چې د روان کال په مارچ میاشت کې لاسلیک شوی راغلي دي چې ترکیه ټول هغه مهاجر چې د دغه هیواد له لارې د یونان ټاپوگانو ته ورځي او په یونان کې یې د پناه غوښتنه ردیږي، بیرته مني.

د دې په بدل کې اروپایې اتحادیې ژمنه کړی ده چې د هر یوه مهاجر په بدل کې چې ترکیه یې له یونان څخه بیرته اخلي، یو سوریایې مهاجر په قانوني توگه له ترکیې څخه اروپا ته راوغواړي. سربیره پر دې اروپایې اتحادیې ژمنه کړی ده چې په ترکیه کې سوریایې مهاجرو ته د رسیدگۍ په برخه کې به له دغه هیواد سره اضافي مالي مرستې وکړي.

د ترکیې په اړه نور مضمونونه:

په ترکیه کې تر ناکامې کودتا وروسته په اروپایې اتحادیه کې دغه بحث تود شوی دی چې آیا «د مهاجرو په هکله له ترکیې سره د اروپایې اتحادیې تړون» په اصل کې باید ادامه پیدا کړي او که نه؟ تر هغه مخکې چې دغه تړون عملي بڼه خپله کړې، د بشري حقونو فعالانو تر نیوکو لاندې راغلی وو.

«ولس تصمیم نیسي»

اردوغان په دغه مرکه کې د خپلو سیاسي مخالفینو پر وړاندې د حکومت له سختو اقدامو څخه دفاع وکړه. هغه په دې اړه چې ایا د دری میاشتني بیړني وضعت موده به نوره هم وغځوي، وویل چې دا پریکړه به شرایطو ته په کتلو سره وشي. د ترکیې ولسمشر وویل: «که وضعیت خپل عادي حالت ته وگرځید، په هغه صورت کې به د نورو دریو میاشتو تمدید ته ضرورت نه وي.»

اردوغان د ترکیې په جزایې قانون کې د اعدام حکم د بیا ځلي جاري کولو د احتمال په هکله موضوع د ملت غوښتنې پورې تړلې وبلله. هغه وویل: «کله چې موږ د قانون تر حاکمیت لاندی په یوه دیموکراتیک هیواد کې ژوند کوو، په دې هیواد کې ملت پریکړه کوي. ایا ملت غواړي چې د اعدام جزا دې دوباره نافذه شي؟»

د اردوغان ویاند ابراهیم کالین په دې وروستیو کې ویلي وو چې د هغه په اند د کودتاچیانو له پاره اعدام یو «عادلانه جزا» ده. اروپایې اتحادیې خبردارې ورکړی دی چې په ترکیې کې د اعدام سزا د دویم ځلي نافذیدو په صورت کې به په دغه اتحادیه کې د ترکیې د شاملیدو خبرې اترې وځنډوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب