1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوغان د بشارالاسد د استعفا غوښتنه کړې ده

۱۳۹۱ دی ۱۱, دوشنبه
https://p.dw.com/p/17BVy

د ترکيې لومړي وزير رجب طيب اردوغان د سوريې پر ولسمشر بشارالاسد ږغ کړی دی چي د ولسمشرۍ له چوکۍ دي ليري سي. هغه دغه غوښته په ترکيه کي د سوريايي مهاجرو په يوه کمپ کي د وينا پر مهال څو ځله تکرار کړه. اردوغان وويل، چي د نړۍ تر زيات هيوادونه بشارالاسد نور په رسميت نه پېژنې، ځکه نو هغه بايد ايسته سي. د ترکیې لومړي وزير دغه وينا په هغه کمپ کي کړې ده چي له سوريې سره پر پوله پرتې سيمي اکچاکاله کي پورت دی او نزدې ۲۵۰۰۰ سوريايي مهاجر پکښې ځای پرځای سوي دي. سوريې ته د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي لحضر ابراهيمي په عين حال کي په سوريه کي د دولتي نظم د له منځه تللو خبرداری ورکړی دی. ابراهيمي ويلي دي چي که د سوريې له پاره سياسي حل پيدا نسي نو ښايي راتلونکی مېلادي کال به په سوريه کي د جنگسالارانو د واکمنۍ کال وي. هغه زياته کړې ده چي ښايي په راتلونکو ۱۲مياشتو کي د سوريې د کړکېچ د قربانيانو اوسنی شمېر چي ۴۵۰۰۰ دی، يو لکو قربانيانو ته ورسيږي.