1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوغان: د داعش پر ضد دي مځکني عمليات وسي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ اردیبهشت ۴, جمعه

د ترکيې جمهور رئيس د افراطي ډلي اسلامي دولت پر مورچلو باندي د ده په نظر ناکافي هوايي بمباريو ته په اشارې سره ويلي دي، په سوريه او عراق کي پر دغي ډلي باندي د بريا له پاره بايد تر هوايي يرغلونو د مځکنيو عملياتو ملاتړ وسي.

https://p.dw.com/p/1FE8S
انځور: picture-alliance/AP Photo

د ترکيې جمهور رئيس رجب طيب اردوغان په انقره کي د عراق له ولسمشر سره په يوه گډه خبري غونډه کي په سوريه او عراق کي د افراطي ډلي اسلامي دولت پر ضد پر مځکنو عملياتو باندي ټينگار وکړ.

اردوغان په دغه خبري غونډه کي وويل، که د اسلامي دولت ډلي پر ضد د عملياتو د برياليتوب خبره وي نو اړينه ده چي تر هوايي يرغلونو د مځکنيو عملياتو ملاتړ وسي.

هغه وويل: «دا زه نه منم چي په عراق او سوريه کي دي د داعش پرضد هوايي بمبارۍ کافي وي. د هوايي بمباريو د بريا له پاره مځکني عمليات هم لازم دي.»

اردوغان وويل چي د اسلامي دولت ډلي د ماتي له پاره «يوې نړيوالي ستراتيژۍ» ته اړتيا ده. هغه زياته کي چي په اوسني وضعيت کي که دغه ډله ماته سي دې ته ورته يوه بله ډله به په بل نامه سر راپورته کړي.

اردوغان وويل: «پر دې موضوع باندي بايد تمرکز وکړو چي د داعش پيسي او تجهيزات له کومه راځي؟» هغه دغه راز د اسلامي دولت ډلي هغو غړو ته اشاره وکړه چي د غير اسلامي هيوادونو وگړي دي.

اردوغان اسلامي دولت ډله يو «وايروس» ياده کړه چي په خبره ئې غواړي «مسلمان امت» تخريب کړي.

د عراق جمهور رئيس فواد معصوم هم په دغه خبري غونډه کي ويلي دي چي د دوی د معلوماتو له مخي اسلامي دولت ډله کولای سي په نورو هيوادونو لکه استراليا، کاناډا او تونس کي ترهگر بريدونه ترسره کړي.

ترکيه او عراق اوس په دې تلاښ کي دي چي خپلي سوداگريږي اړيکي نوري هم پراخي کړي. د عراق د پخواني لومړي وزير نوري مالکي په دوره کي د بغداد او انقرې اړيکي خړي پړي وې.