1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوغان سره د آلمان، فرانسې او بريتانيا د مشرانو ليدنه

۱۳۹۸ مهر ۲۷, شنبه

د فرانسې ولسمشر خبر ورکړ چې دی، د بريتانيا او آلمان مشران به په سوريه کې د نوو تحولاتو په تړاو د ترکيې له ولسمشر سره وګوري. ترکي د دغه هيواد د پوځ له خوا د سوريې په شمال کې د کمياوي وسلو د استعمال ادعا تکذيب کړې ده.

https://p.dw.com/p/3RYcD
G7-Gipfel in Frankreich| Symbolbild Streit unter Partnern
انځور: Imago Images/A. Parsons

د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر ۱۸مه) په بروکسل کې د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو تر غونډې وروسته، په يوه خبري کنفرانس کې خبر ورکړ چې هغه، د آلمان صدراعظمه انګلا مرکل او د بريتانيا صدراعظم بوريس جانسن به په ګډه، د ترکيې له ولسشمر رجب طييب اردوغان سره وګوري.

مکرون د سورېې په شمال کې د ترکيې د پوځ پر عملياتو کلکه نيوکه وکړه او هغه يې يوه «غيرعاقلانه حمله» توصيف کړه. د ماکرون په خبره چې دغه حمله د «لويديځ او ناتو د تيروتنې په پايله» کې ترسره شوې ده. د فرانسې ولسشمر وويل چې د امريکا له دغې پريکړې چې د سوريې له شماله يې خپل ځواکونه وښکلي، د ټويټر له طريقه خبر شو.

مکرون په کراتو ترمپ دې ته هڅولی وو تر څو خپل ځواکونه د سورېې له شماله ونه باسي او له خپلو «کردي متحدانو« څخه حفاظت وکړي، خو ترمپ پر خپل دريځ پاتې شو او بلاخره يې د سورېې له شماله د امريکايي ځواکونو د وتلو امر ورکړ.

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ حتی د يوه ټويټري پيغام له لارې وويل. « زه کومه ستونزه نه لرم که هر څوک غواړي له سوريې سره مرسته وکړي تر څو يې له کردانو حفاظت کړی وي، ولو که هغه روسيه وي که چين او يا هم ناپئليون بناپارت. زه هيله لرم چې دوی تر ټولو ښه عمل وکړي. موږ خو له هغه ځايه ۷ زره مايله لرې يو!»

خو له سورېې څخه د امريکايي ځواکونو پر وتلو د ترمپ پلويانو هم نيوکې وکړې.

د سنا په مجلس کې د جمهوري غوښتونکو مشر ميچ مک کنل، د جمعې په ورځ په «واشنګتن پست» ورځپاڼه کې له سورېې څخه د امريکايي ځواکونو پر وتلو او دغه راز د سوريې په شمال کې د ترکيې پوځي عملياتو په تړاو د ترمپ پر سياست سختې نېوکې کړي دي. مک کنل په خپلې ليکنه کې خبرداری ورکړی چې د امريکايي ځواکونو پر وتلو سره «تروريستي ډلو» ته د بيا ځواکمنيدو شرايط برابريږي او د امريکا امنيت به تر ګواښ لاندې راولي.

د ترکيې د دفاع او بهرنيو چارو وزارتونو په پوځي عملياتو کې دکمياوي وسلو کارول رد کړي دي.

کردي سيميزو چارواکو د سورېې په شمال کې د يوې اعلامېې په خپرولو سره، ترکېه د نا متعارفو وسلو پر استعمال تورنه کړې ده. دوي ويلي دي چې ترکېې داسې وسلې چې د بيلګې په توګه فسفر او ناپالم لرونکي چاوديدونکي مواد لري، کارولي دي.

خو ترکېې دغه ادعاوې رد کړي دي. د ترکيې دفاع وزارت د جمعې په ورځ د يوې اعلامېې په خپرولو سره دغه ادعاوې رد کړي او ويلي دي چې د ترکېې پوځ « هغه وسلې او مهمات چې د نړيوالو قوانينو له مخې ممنوع دي» نه کاروي.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت وياند حامې اکسوی هم په دې اړه يوه اعلاميه خپره کړې او په هغې کې يې د ترکيې د پوځ له خوا د کمياوي وسلو د استعمال ادعا رده کړې ده. هغه ويلي دي: «د ترکيې وسلوال پوځ کمياوي وسلې نه لري.»