1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوغان له روسیي څخه د اس ۴۰۰ د خریدارۍ دفاع وکړه

۱۳۹۸ فروردین ۱۷, شنبه

د ترکیي ولسمشر ویلي دي چې د اس ۴۰۰ دفاعي سیستم موضوع یې د هیواد له پاره مهم دی او د خریدارۍ بهیر یې بشپړ شوی دی. هغه دغه څرګندونې مسکو ته له خپل سفر څخه مخکي کړي دي. امریکا د دې معاملې مخالفت کوي.

https://p.dw.com/p/3GOO6
Türkei Kommunalwahlen Recep Tayip Erdogan Rede in Istanbul
انځور: DHA/C. Erok

د ترکیي ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ (د اپریل میاشتې ۵ نیټه) له خبریالانو سره په خپلو خبرو کې په څرکندو الفاظو وویل: «امریکا د روسيي برخلاف د پاتریوت توغندیو دفاعي سیستم خریدارۍ ته مناسب شرایط نه دي برابر کړي او ترکیه په دې برخه کې مثبت نظر نه لري.»

اردوغان ټینګار کړی دی چې د اس ۴۰۰ ډوله توغندیو دفاعي سیستم به د جولای په میاشت کې ترکیي ته وسپارل شي. اردوغان مخکې تر دې هم څو واره ویلي دي چې ترکیه له دې معاملې څخه نه په شا کیږي.

ترکیه چې د شمالي انتلانتیک د نظامي سازمان (ناټو) غړی هېواد دی اراده لري چې د خپل دفاع له پاره له روسیي څخه د توغندیو دفاعي سیستم ؤپيري، نو دا موضوع د روسیي او امریکا ترمنځ د باور فضاء پر خرابیدو دلالت کوي.

په تیرو ورځو کې د اس ۴۰۰ ډوله سیستم د خریدارۍ د لغوه کولو له پاره پر ترکیي فشارونه زیات شوي وو او امریکا اعلان وکړ چې امکان لري پر ترکیي د آف ۳۵ ډوله جنګي جټ الوتکو خرڅول بند کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپئو د چهار شنبې په ورځ ویلي وو چې امریکا به د ناټو د یو متحد له خوا له خپل دښمن څخه د جنګي وسایلو د خریدارۍ په مقابل کې چُپ پاتې نه شي.

پومپئو د ترکیي له خوا له روسیي څخه د هوایي دفاع سیستم خریداري د ناټو له پاره خطر وباله او په دې باور دی چې داسې یو اقدام د ناتو تړون د عمل کولو قدرت کموي.

د ترکیي د بهرنیو چارو وزیر چاوش اوغلو، ویلي دي: «هغه څرګندونې چې د مایک پومپئو له خوا خپرې شوي دي، نه د لهجې او نه هم د محتوا له نظره حقایق منعکسوي»

د ترکیي د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې ده چې ممکن انقره او واشنګټن د پاتریوت توغندیو دفاعي سیستم د بیې په اړه موافقې ته سره ورسیږي. چاوش اوغلو د پاتریوت د خریدارۍ له پاره شرط ایښی دی چې د هغې تصویب د امریکا د کنګرې له خوا ضروري دی.

ش.ت/ ش.ن