1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوغان په سوريه کي د امریکا د مداخلې غوښتنه کړې

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۰, جمعه

د ترکيې د لومړي وزير رجب طيب اردوغان په اند سوريه له ډير وخت راهيسي تر «سرې کرښي» تېره سوې ده. د دمشق حکومت له ۲۰۰ توغنديو او يو شمېر کيمياوي وسلو څخه کار اخيستی دئ.

https://p.dw.com/p/18VsM
Global Forum Vienna 2013 Wien, Hofburg, 27. 02. 2013 Recep Tayyip ERDOGAN - 20130227_PD3134
Global Vienna Forum 2013 Erdoganانځور: picture alliance/APA/picturedesk.com

د ترکيې لومړي وزير رجب طيب اردوغان د امريکا له «ان بي سي» تلويزيون سره په مرکه کي ويلي دي، چي د جمهور رئيس بشارالاسد رژيم «له ډير وخت راهيسي» کيمياوي وسلې او توغندي کارولي دي. هغه زياته کړې ده: «زموږ د استخباراتو د معلوماتو له مخي سوريې ۲۰۰ توغندي کارولي دي». دا چي له دغو توغنديو څخه ئې څو کيمياوي وسلې وې اردوغان څه نه دي ويلي.

هغه ويلي دي چي «زموږ روغتونو ته داسي ناروغان راوستل سوي دي، چي په دغو کيمياوي وسلو ټپي سوي ول». پر دې سربيره ترکيې داسي توغندي موندلي دي، چي کيدای سي له دغو جنگي موادو څخه ډک سي. د انقرې حکومت د سوريې د مخالفینو ملاتړ کوي.

واشنگټن بايد مداخله وکړي

اردوغان له امریکا متحده ايالاتو څخه «د ډير مسئوليت پرغاړه اخيستلو او نورو اقداماتو» غوښتنه کوي. هغه ويلي دي چي ترکيه د امریکا متحده ايالاتو په مشرۍ په سوريه کي د الوتني د ممنوعه ساحې د اعلان ملاتړ کوي. پر دې سربيره اردوغان غواړي چي په راتلونکې اوونۍ کي په دې اړه خبري وکړي.

د امريکا جمهور رئيس د اسد رژيم د کيمياوي وسلو د کارولو په صورت کي په سخت غبرگون گواښلی دئ. اوباما خبرداری ورکړی دئ، چي د کيمياوي وسلو اسعمال تر «سرې کرښي» تيرېدل دي. د امریکا متحده ايالات په سوريه کي د کيمياوي وسلو د استعمال شواهد لري خو روښانه نه ده چي دغه وسلې د چا له خوا کارول سوي دي. په ټوله نړۍ کي د کيمياوي وسلو استفاده ممنوع ده.

سوريه غواړي په دې اړه پلټونو ته اجازه ورکړي

د سوريې اردو او ياغيان يو پر بل باندي د زهري گازو د استعمال تور لگوي. د سوريې حکومت ادعا کوي، چي د مارچ مياشتي پر ۲۳ نېټه د حلب ښار ته نژدې په خان العسل کي ۳۰ تنه په کيمیاوي وسلو ووژل سول. د سوريې د بهرنيو چارو وزرات مرستيال فيصل المقداد ويلي دي: د دې له پاره چي د دغه قضيې په اړه پلټني وسي د سوريې حکومت تيار دئ چي په دې برخه کي د ملگرو ملتونو يو کمېسيون ته اجازه ورکړي.

«اس- ۳۰۰» امریکا عصباني کړې ده

«اس- ۳۰۰» روسيې توغندی
«اس- ۳۰۰» روسيې توغندیانځور: picture-alliance/dpa

د امريکا متحده ايالاتو د راپورونو له مخي روسيه غواړي چي ډير ژر سوريې ته له مځکي څخه هوا ته «اس- ۳۰۰» ډوله توغندي ورکړي. دغه توغندي کولای سي، چي په ۲۰۰ کيلومترۍ کي له الوتکي او توغندی سره وجنگيږي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري چي همدا اوس په روم کي د سوريې په اړه د يوه نړيوال کنفرانس تياری نيسي ويلي دي، چي سوريې ته د دغه شان سيستم لېږل به په دغه هيواد کي اوضاع نوره هم بې ثباته کړي.