1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوګان: افغانستان ته نور عسکر نه لېږو

۱۳۸۸ آذر ۱۶, دوشنبه

خو رجب طايب اوردګان مخکي له دې، چي په سپینه ماڼۍ کی د بارک اوباما سره وګوري پرون دا خبره په ډاګه کړې، چي ترکيه به نور عسکر افغانستان ته وانه ستوي...

https://p.dw.com/p/KrsP
د امریکا جمهورريس بارک اوباما د ترکيې د لومړي وزير رجب طايب اردوګان سره د په ترکيه کي د يوه مسجد څخه د کتني پر مهال
د امریکا جمهورريس بارک اوباما د ترکيې د لومړي وزير رجب طايب اردوګان سره د په ترکيه کي د يوه مسجد څخه د کتني پر مهالانځور: AP

دترکيې لومړي وزير رجب طايب اردګان نن په واشنګتن کي د امریکا دمتحده ايالتونو د جمهورريس بارک اوباما سره په سپینه ماڼۍ ګوري. په دغه کتنه کي به د نورو مسايلو تر څنګ ښايي امريکايان دترکيې څخه داغوښتنه وکړي، چي افغاسنتان ته دي نور ترکي عسکر واستوي.

خو رجب طايب اوردګان مخکي له دې، چي په سپینه ماڼۍ کی د بارک اوباما سره وګوري پرون دا خبره په ډاګه کړې، چي ترکيه به نور عسکر افغانستان ته وانه ستوي. اوردګان وايي:« په افغانستان کی زموږ دعسکرو شمېرهغه حد ته چه اړه ورته ليدل کیږی ، رسیدلی » دغه خبره اردګان مخکي له دي چی الوتکه يي دواشنګتن په لور ولوزی کوي او وايي، ترکیه دمخه له دې چي له دغه هیواد څخه دا غوښتنه سوې وي ،په افغانستان کي دخپلو عسکرو شمېر له 700 څخه 1750 ته زيات کړی دی.

اردګان وايي،د افغانستان د ملي پوځ او د پوليسوروزنه بايد په چټکۍسره پرمخ ولاړه سي او په دې برخه کي به ترکیه خپله ونډه تر سره کړي. د امریکا دمتحده ایالتونو جمهور ريس بارک اوباما به د ترکيې د لومړي وزير رجب طايب اردګان سره ارو مرو د افغانستان پر موضوع باندي خبري کوي، ځکه کله چي په تيره اونۍکي اوباما د افغانستان په هکله د خپلي نوي ستراتيژي په چوکاټ کي ددې اعلام وکړ، چي غواړي 30000 نور امریکايي عسکر افغانستان ته استوي،په عین وخت کي د امریکا دټولو ملګرو هیوادونو څخه هم داغوښتنه کړې وه، چي دوی هم په افغانستان کي د خپلوعسکرو شمېر زيات کړي.ناټواو نور ملګري هیوادونه بايد لږ تر لږه 7000 نور عسکر افغانستان ته وليږي.

لکه څنګه چي د ناټو لوي منشي اندرز فوګ راسموسن وايي همدا اوس لږ تر لږه 25 هیوادونو ويلي دي، چي دوي به په افغانستان کي د خپلو عسکرو شمېر زیات کړي.

په افغانستان کي ترکي عسکر د طالبانو پر ضد په جګړو کي ونډه نه اخلي. او له همدې امله ترکان نه غواړي،چي خپل جنګي پوځي ځواکونه افغانستان ته واستوي.کوم ترکي عسکر، چي په روان وخت کي په افغانستان کي دي دوی د افغانستان د ملی اردو، پوليسو او د بيا رغوني په پروژو کي په کار بوخت دي.

په واشنګتن کي به د امریکا دمتحده ايالاتوجمهور ريس بارک اوباما دترکيې دلومړي وزير رجب طايب اوردګان سره دکوردانو پر لانجې باندي هم خبري وکړي.

دDIE PRESSE په نامه اطريشي ورځپاڼي د اوباما او رجب طايب اوردګان دنن ورځي دپلان سوي خبرو په اړه تبصره کړې او لیکي،« دغه کتنه دملګرو او دو متحدو هیوادونو د مشرانو ترمنځ یوه کتنه ده، خو ځيني امریکايي مبصرين په دې هکله شک او ترديد ښه يي، چی آيا ترکیه په رښتيا سره د امریکا د متحده ایالتونودملګرو هیواددونو څخه شمېرل کیدای سي؟

رجب طايب اردګان په تيرو میاشتو کي داسي دريځونه نیولي، چي د امریکا دمتحده ايالاتو د سیاسی تګ لاري سره تضاد لري.مثلا رجب طايب اردګان د ايران جمهورريس احمدی نژاد ته د ملګري خطاب کوي او د ايران پر ضد د اقتصادي بنديزونو رعايت نه کوي. يا داچي نه غواړي ددوی عسکر په افغانستان کي د طالبانو پر ضد په جګړو کي ونده واخلي.

داسي ښکاري، چی انقره غواړي د بهرني سیاست په ډګر کي خپله ځانګړې لاره غوره کړي. خو کيدای سي، چي د ترکيې دغه ځانګړې لاره د يوه منځ ګړي په توګه په پای کي بياهم د امریکایانو او اروپایانو په ګټه وي.

Agenturen/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل