1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ارسلاجمال:که يې څوک نه مني د وژل سوو اورپکو ويډيو را سره ده

۱۳۸۷ مرداد ۶, یکشنبه

د خوست ولايت سپيرې ولسوالۍ ته نږدې نن سهار وختي د نړيوالو ايتلافي ځواکونو په هوايي بمباريو کي د 50 څخه تر 70 پوري وسلوال کسان وژل سوي دي

https://p.dw.com/p/EkpJ
انځور: AP

د خوست والي ارسلا جمال د فرانس پرس خبري آژانس ته وويلي دي، وروسته تر هغه د نړيوال هوايي ځواک څخه د مرستي غوښتنه وسوه چي اورپکو دخوست ولايت د سپيرې اولسوالۍ ته پر روانو پوليسو باندي بريد وکړی او دوه تنه يي ووژل.

جمال يادونه وکړه:« طالبانو زموږ د پوليسو پر يوې پوستي بريد وکړی،کله چي غوښتل يي بيرته وتښتي، د نړيوال پوځ هوايي ځواکونه راغلل او پر هغوی يې ببمارۍ وکړې.50 تر70 پوري طالب جنګيالي ووژل سول».

د خوست ښار يوه برخه
د خوست ښار يوه برخهانځور: Pahjwok Afghan News

والي وويل، طالبانو په خپله لومړۍ حمله کي یو پوليس ووژی او يو يې ژوندی ونيوی او وروسته يې د هغه سر پرې کړی.ارسلا جمال يادونه وکړه، دی د هغو ياغيانو چي سرحد ته نږدې ووژل سول، ويډيو لري. هغه وويل: « زه په مسووليت سره ويلای سم چي د 50 تر 70 پوري طالبان وژل سوي دي.»

دناټو په مشرۍ نړيوال امنيتي مرستندوی ځواک، ايساف، د دې خبري پخلی وکړی چي په سيمه کي ځيني عمليات نن په لاره واچول سول، خو لا تراوسه وختي دی چي جزييات يې بربڼډ کړای سي.

د آيساف يو مطبوعاتي وياند د فرانس پرس خبري آژانس ته وويل: « موږ ته د يو زيات شمير ياغيانو د وژل کيدو رپوټ راکړل سوی دی خو موږ لاتر اوسه د نښتي د اړول سوي تاوان د ارزوني په پړاووکي يوو. »

د خوست د والي په خبره چي له هوايي ببمار څخه د مخه ښورښيان بريالي سوي ول چي د سپيرې ولسوالۍ ته ښه نږدې سي، نوموړې اولسوالي د پاکستان له پولي څخه 15 کيلو متره ليري پرته ده.

هغه ويلي دي چي، وروسته له هغه چي ښورښيان کليو ته ننوتل، هوايي ببمارۍ ودرلول سوې ترڅو د ولسي وګړو د مرګ ژوبلومخنيوی وسي.

د فرانس پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کي زياتوي،له 2001 ميلادي کال څخه وروسته،کله چي د امريکا په مشرۍ د نړيوال ايتلاف له خوا د طالبانو رژيم نسکورسوو، د هغوی اورپکي هڅه کوي چي د زورزياتيوله لاري بيرته قدرت ته ورسيږي، هغوی د افغانستان په ليري پرتوسيموکي، په خاصه توګه په جنوب کي د افغانستان د حکومت او نړيوالو پوځونو پر ضد جګړه کوي. هغوی وخت ناوخته ځيني ليري پرتې سيمي او ولسوالۍ هم تر خپل واک لاندي راولي، خو د افغان او نړيوال ځواک له خوا بيرته په آسانۍ سره ځني نيول کيږي.

په افغانستان کي د آيساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر
په افغانستان کي د آيساف ځواکونو مطبوعاتي دفترانځور: AP

د آيساف مطبوعاتي دفتر نن ويلي، چي داجيرستان ولسوالي اوس بيرته د افغانستان د حکومت ترکنترول لاندي ده. د تيري دوشنبې په ورځ طالب جنګياليو د اجيرستان پر ولسوالۍ باندي هجوم وروړۍ هغه يې ونيوله. خو دوې ورځي وروسته د آيساف او افغان ځواکونو بيرته ځيني ونيوله او وويل چي يو زيات شميراورپکي يې ووژل.

په عيني وخت کي د امريکاپه مشرۍ ايتلاف چي د آيساف او افغان ځواکونو سره موازي په عملياتوبوخت دی،نن وويل چي، ځواکونو يې د پکتيا په ولايت کي يو شمير اورپکي وژلي دي.

ويل سوي دي چي دغه عمليات د حقاني نومي افراطي شبکې پرضد په لار ه اچول سوی ول،د دغي شبکې جنګياليو د طالبانوسره لاس يوکړی او د افغانستان په دننه کی په يو لړ غټوحملوکي يې لاس دی.

دغه ډله په افغانستان کي د شوروي ضد مقاومت پر مهال دپخواني قوماندان جلال الدين حقاني په نامه نومول سوې ده.