1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ارمنستان او اذربایجان پر اوربند موافقه کړې ده

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۸, سه‌شنبه

ارمنستان او اذربایجان موافقه کړې ده چې یو له بل سره د ناګورنو قره باغ، سیمې پر سر جګړه ختمه کړي. د دواړو هیوادونو ولسمشرانو د امریکا، روسیې او فرانسې منځګړو په ګډون خبري کړي دي.

https://p.dw.com/p/1Iozv
انځور: picture-alliance/dpa/V. Sharifulin

د دواړو هیوادونو ولسمشرانو د دوشنبې په ورځ په ویانا کې موافقه کړې ده چې نوی رامنځ ته شوی اوربند مراعت کړي چې هدف یې په ناګورنو قره باغ سیمه کې د جګړې پای ته رسول دي.

پر اوربند باندي تر موافقې وروسته، د اذربایجان ولسمشر الهام علي يوف، او د هغه ارمني سیال سرژ سرکیسیان، په یوه ګډه بیانيه کې ویلي دي چې د دغې سیمې پر سر به سیاسي خبري اتري له سره پیل کړي.

دواړو مشرانو همداراز موافقه کړې ده چې د خپلي راتلونکي غونډي ځای او وخت به په جون میاشت کې وټاکي. په عین حال کې د اروپا امنیت او همکاري سازمان هم ډیر ژر یو داسې پلان نهایي کړي چې له مخې به یې رامنځ ته شوی اوربند څارل کیږي.

په ناګورنو قره باغ سیمه کې په اپریل میاشت کې جګړې پیل شوې چې په پایله کې یې ۱۱۰ کسان ووژل شول. د ارمنستان له ملاتړه برخمنو یاغیانو او ازربایجاني ځواکونو تر منځ نښتو د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې ډیري ترینګلې کړې.

د سیمې اوسیدونکي وایي چې پر اوربند سربیره، اوس هم د شپې له خوا ډزونه اوریدل کیږي او خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دواړه اړخونه د دې سیمې د ملکیت ادعا لري او په ۱۹۹۰مو کلونو کې یې پر سر سخته جګړه کړې وه چې له کبله یې په زرونو کسان ووژل شول او په سونو زره نور بېځایه شول.

په دې سیمه کې له دوو لسیزو تر ډیر وخت وروسته اوربند رامنځ ته شو خو په وروستیو وختونو کې دواړو اړخونو یووار بیا خپلي وسلې ډیري کړي چې له کبله یې جګړه رامنځ ته شوه.

د دوشنبې تر غونډې وروسته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګې لاوروف، وویل چې دواړه اړخونه اوس یوې موافقې ته د رسیدو په هڅه کې دي. هغه زیاته کړه چې مسکو به د شخړې د حلیدو په موخه په خپل توان کې ټول ممکن کارونه وکړي.

روسیې د شخړي پر دواړو اړخونو وسلي پلورلي دي خو له خپل نزدې ملګري هیواد ارمنستان سره یې توافق کولای شي چې د یوې شخړې رامنځ ته کیدو مخه ونیسي.

له بلې خوا بیا ترکیې ویلي دي چې د خپل متحد هیواد اذربایجان ملاتړ به وکړي.