1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپاته د جورج ډبليوبوش سفر

حسن بری۱۳۸۳ اسفند ۱۸, سه‌شنبه

دامريکادمتحده ايالتونوجمهوررئيس جورج ډبليوبوش اروپاته دخپل پنځه ورځنی سفرپه ترڅ کی دآلمان دفدرالی جمهوریت دماينڅ په ښارکی، ددغه هيوادله صدراعظم گرهارد شرودر سره ليدنه کتنه کوی.

https://p.dw.com/p/DMsQ
انځور: AP
دنړۍ داکثريت هيوادونواکثريت خلک، دامريکادمتحده ايالتونوله بهرنی سياست سره، نه يوازی دعراق د جگړې له کبله مخالف دی، بلکه د گوانتانامو، افغانستان، عراق او ديگوگارسيا په امريکايی زندانونوکی له زندانيانوسره د امريکايی سرتيرو وحشيانه او بربری چلندهم په کللکه غندی اودامريکادمتحده ايالتونو دحکومت په لمنه باندی ئی يوه توره لکه گڼی.
د ai د آلمان دڅانگې دامريکا د وچې دمتخصص ښاغلی فرديناند موگن تالرپه عقيده، په نورمال حالت کی ديکتاتوری دولتونه له بنديانوسره داسی چلندکوی لکه دامريکامتحده ايالتونه.