1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپاد روسيې په مقابل کي څه کولای سي؟

۱۳۸۷ شهریور ۶, چهارشنبه

دا چه د روسېې جمهوررييس میدویدیف، دګرجستان څخه ددواړو جلاسوو ولايتو جنوبي اوزيزيستان او افخازيا د په رسميت پيژندلو له کبله نړۍ د يوه انجام سوي کار سره مخامخ کوي ...

https://p.dw.com/p/F5ly
جرمني صدراعظمه انګيلا ميرکل دسويډن د صدراعظم فریدریک راين فيلد سره د قفقاز دشخړي په اړه د ليدو په حال کښي
جرمني صدراعظمه انګيلا ميرکل دسويډن د صدراعظم فریدریک راين فيلد سره د قفقاز دشخړي په اړه د ليدو په حال کښيانځور: AP

د بروکسل دپاره ډيره د حيرانتيا خبره نه ده . د مياشتو مياشتو راهيسي ددغسي يوه قدم د پورته کولو امکانات موجود وه . د نورو تر څنګ د صربستان څخه د کوسوو د جلا کيدو پر سر د اختلاف له کبله هم .

هغه مهال د اروپايي ټولني ډيرو هيوادو، کوسوو په رسميت وپيژندل . خو مسکو هغه سخته وغندل . هغه وخت ډيرو کارپوهانو دا اټکل کولای سوای ،چه په قفقاز کښي څه تيريږي . خو سربيره پر دې بروکسل د کوسوو د پرابلم او قفقاز د وضع تر منځ يوواضح تفاوت ته قايل دی . د کوسووموضوع د پخوانۍ يګوسلاويا تر نړيدو وروسته رامنځته سوه ، چه هغه د قفقازسره د مقايسې وړ نده .

د تيري دوشنبې په ورځ د جرمني صدراعظمه انګيلا ميرکل د روسېې جمهوررييس میدویدیف ته تر هغه وروسته چه د روسيې پارلمان ددغو دوو ولايتو په رسميت پيژنل وغوښتل، خبرداری ورکړی ؤ .او ويلي يې وه ، چه د روسېې جمهوررييس بايد دغه پريکړه امضأ نکي .خو سره له هغه میدویدیف هغه امضآ کړه . د اروپايي ټولني دپاره د مځکني تماميت موضوع د اهميت وړ خبره ده ،او پدې اواخرو کي ددغي ټولني د خارجه چارو وزيرانو يووار بيا پر هغه باندی تأکيد وکۍ ، او د روسيې دغه قدم ته د بين امللي حقوقو د نقضيدو په سترګه ګوري .

پدې خاطر د راتلونکي دوشنبه په ورځ د اروپايي ټولني د دولتي او حکومتی مشرانو فوق العاده غونډه نور هم اهميت پيدا کوی . ځکه چه ددغو پيښو د په نظر کي نيولو سره پر دې خبري کيږی ، چه آيا نور هم د مسکو سر روابط ساړه سي . پرون د ډيپلوماتيکي منابعو څخه ويل کيده ، چه هيڅ څوک نه غواړي،چه د روسيې سره ډيالوګ او خبري کاملآ قطع کي . همدغه لږ وخت دمخه د روسيې سره د ملګرتيا او ګډي همکارۍ پر سر خبري اوس تر سوال لاندي راغلي دي . روسيه غواړي چه د نړيوال تجارتي سازمان WTO غړيتوب پلاس راوړي ، کم چه د اروپايي ټولني کميسيون پرون يووار بيا ټينګار وکۍ ، چه پر دغه پلان به ودريږي .

د مسکو دغه يو طرفه تصميم د فرانسې د جمهوررييس نيکولا سرکوزي دپاره هم يو غوږ پيچ دی . دده د قفقاز په شپږ فقره ای پلان کښي راغلي وه، چه د جلاسوو ولايتو پرابلم بايد په نړيوال سطح د حل يوه لاره پيدا کي . روسيې اوګرجستان هغه ومنل . خو مسکو اوس د اروپايي ټولني د شورا د اوسني مشر سرکوزي اعتبار او پرستيژ خراب کۍ، اوبايد ددوشنبه د اروپايي ټولني په فوق العاده غونډه کي وکولای سي ، مسکو ته متقابل جواب ورکي، او هغه تر تأثير لاندي راولي .