1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان به « په يو ډول نه، يو ډول سره» په واک کې برخه واخلي

۱۳۹۸ مهر ۲۹, دوشنبه

د اروپايي اتحاديې چارواکو په افغانستان کې د اوربند رامنځ ته کيدو غوښتنه کړې ده. دوی ويلي دي چې کابل ته د امریکا د دفاع وزير له سفر سره د اوربند رامنځ ته کيدو له پاره يو ښه فرصت دی.

https://p.dw.com/p/3RcNE
Afghanistan - Taliban und Anwohner feiern  Eid al Futr während Waffenstillstand
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې په سپټمبر مياشت کې په کابل کې د طالبانو په يوه بريد کې د يوه امريکايي عسکر د وژلو پر سر د امريکا د ولسمشر دونالد ترمپ له خوا لغوه اعلان شوې.

په قطر کې د طالبانو او امريکايي استازو ترمنځ د سولې تقريباً پر داسې يو تفاهم نهايي شوې وې چې له مخې به يې امريکايي ځواکونه د اتلسو کلونو جګړې وروسته له افغانستانه وځي او طالبان به هم يو لړ تضمينونه ورکوي چې په هغو کې يو هم دا شرط ښودل شوی وو چې طالبان به ضمانت کوي چې د افغانستان له خاورې څخه به د تروریستي مقاصدو په موخه کار نه اخيستل کيږي.

د افغانستان له پاره د اروپايي اتحاديې ځانګړي استازي رولاند کوبيا وويل، د مذاکراتو لغوه کيدل د اروبند رامنځ ته کيدو له پاره فرصت برابروي چې وبه شي کړای په افغانستان کې يو ستر بدلون رامنځ ته کړي او دا به ترمپ دې ته وهڅوي چې د سولې خبرې له سره پیل کړي.

کوبيا وويل: «اصلي نظريه دا ده چې موږ څرنګه د اروبند نظريه راتلونکې ته د پريښودو پر ځای اوس مخته وړو... په دې اړه اوس هم فرصت شته.»

دا په داسې حال کې ده چې د رپوټونو پر اساس، په افغانستان کې د تاوتريخوالو کچه لوړه شوې ده. د تيرې جمعې په ورځ په ننګرهار ولايت کې په يوه جومات کې چاودنو لږ تر لږه ۷۰ تنه افغانان ووژل.

کله چې له کوبيا څخه وپوښتل شول په داسې حال کې چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې محدود رول لري، څنګه به وشي کړای يو اروبند رامنځ کړي، هغه يې په ځواب کې وويل، طالبان به په څو مياشتو کې « په يو ډول نه يو ډول سره» په واک کې برخه واخلي چې له دې سره رامنځ ته شوی اروبند به د اروپايي بلاک سره د عادي روابط په رامنځ ته کيدو کې مرسته وکړي.

کوبيا دغه راز زياته کړه: «اوربند د دغو روابطو د ښو آمادګيو په برخه کې د حسن نيت او تضمين يوه نښه ده.«

په ورته وخت کې د امريکا د دفاع وزير مارک اسپر د يکشنبې په ورځ د اکتوبر شلمه په ناڅاپي توګه کابل ته ولاړ او هلته يې له افغان ولسمشر اشرف غني او امريکايي ځواکونو سره وليدل.

اسپر په کابل کې وويل: «موږ په دې باور يو چې د افغانستان د راتلونکې له پاره بل تر ټولو ښه ګام سياسي جوړجاړی دی.«

حاضر دمه امريکا متحده ايالات په افغانستان کې ۱۴ زره عسکر لري. د دفاع وزير وويل چې دغه شمير به تر ۸۶۰۰ پوري راښکته شي.