1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي محکمه: د دبلن تړون په ۲۰۱۵ کال هم اعتبار درلود

۱۳۹۶ مرداد ۴, چهارشنبه

ايا په ۲۰۱۵ کال د اروپا د مهاجرت قانون بل ډول تعبير کيدلای سوای؟ په دې تړاو د اروپايي محکمې فيصله روڼتيا رامنځ ته کړه.

https://p.dw.com/p/2hBap
Der Europäische Gerichtshof in Luxemburg
انځور: Imago/R. Fishman

په آلمان کي د مهاجرت د بحران د اوج ته رسېدو دوه کاله پوره کيدونکي دي. اوس د اروپا محکمې روڼتیا رامنځ ته کړه چي ايا هغه وخت هم د اروپايي اتحاديې قانون هغسي د تطبيق وړ وو، لکه به عادي حالاتو کي.

هغه پناه غوښتونکي چي د اخراج سره مخامخ دي، هغوی نور دا استدلال نه سي کولای چي په اروپا کي د مهاجرت د بحران د اوج پر وخت ورته بعضو اروپايي هيوادونو لاره ورکوله چي نورو اروپايي هيوادونه ته ځان ورسوي. دا روڼتيا د اروپايي محکمې د چهارشنبې (د ۲۰۱۷ کال د جولای ۲۶مه نېټه) له فيصلې سره رامنځ ته سوې ده.

د اروپايي محکمې د دغي فيصلې له مخي په ۲۰۱۵ کال د دبلن هغه تړون اعتبار درلود چي له مخي يې پناه غوښتونکي بايد په هغه هيواد کي د پناه غوښتنه وکړي، د کوم له لاري چي لومړی اروپا ته راداخل سوي وي. قاضيانو په خپله پرېکړه کي هغه نظر ناسم بللی چي ګواکي د مهاجرت د اوج پر وخت اضطراري حالت وو او له دې کبله د رايج اروپايي قانون سره د استثنا په توګه منل کيدلای سوای.

خو د محکمې په دغه پرېکړه کي راغلي چي هيوادونه په رضاکارانه توګه او په پخپله خوښه مهاجر منلای سي، که څه هم هغوی د بل اروپايي هيواد له لاري دغه هيواد ته راغلي وي.

اروپايي اتحاديې دغه فيصله د یو سوريايي او دوو افغان مهاجرو د مراجعې په جواب کي کړې ده. دغه مهاجر په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کالونو د بالقان پر لاره له کرويشيا تير سوي او بيا يې منځنۍ اروپا ته ځانونه رسولي ول. د کرويشيا څخه د تېريدو پر وخت د دغه هيواد چارواکو د هغوی سره مرسته کړې چي پر پوله سلوانيا هيواد ته ور واوړي. په محکمه کي مطرح سوريايي له کرويشيا څخه تر تېرېدو وروسته په سلووانيا کي د پناه غوښتنه وکړه چي سلووانيا يې له پناه غوښتنې منلو څخه انکار وکړ او غواړي چي دغه کس بېرته کرويشيا ته ولاستوي. افغانان چي محکمې ته يې مراجعه کړې هغوی هم له کرويشیا تېر سوي او په اتريش کي يې د پناه غوښتنه کړې چيري چي يې د پناه غوښتنه نه ده منل سوې او ورته ويل سوي چي د دبلن تړون له مخې کرويشيا ته دي ولاړ سي.

مهاجرو ته په خپل هيواد کي د تيرېدو اجازه ورکول تر څو هغوی نورو هيوادونو ته ولاړ سي هغه وخت يوه لانجمنه موضوع وه. د دغې ستونزي له کبله آلمان او د مرکزي اروپا نور هيوادونه د ورتلونکو مهاجرو د زښت زيات شمېر سره مخامخ سول.

خو محکمې ته مراجعه کوونکو سوریايي او افغانانو او وکيلانو يې دا استدلال کاوه چي د دبلن تړون يوازي هغه وخت اعتبار لري چي پناه غوښتونکي په «غير قانوني توګه» له دخولۍ له هيواد څخه بل اروپايي هيواد ته سفر وکړي. هغوی استدلال کاوه چي له کرويشيا څخه نورو اروپايي هيوادونو ته په تلو کي ورسره د کرويشيا هيواد چارواکو مرسته کړې او ورته لاره يې ورکړې وه.

د اروپايي محکمې قاضيانو د مراجعه کوونکو سوري او افغان پناه غوښتونکو استدلال ناسم بللی دی. دغو قاضيانو ويلي چي د قانوني سفر له پاره قانوني اسناد مهم دي. دغو قاضيانو ويلي چي دا چي له کرويشيا څخه نورو هيوادونو ته د مطرح پناه غوښتونکو د ادعا سوي قانوني تګ اسناد نه دي موجود، نو بايد د دبلن تړون تطبيق سي.