1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي محکمه: سویس عیسوي شوی افغان نه شي اخراجولی

۱۳۹۸ آبان ۱۴, سه‌شنبه

د اروپا د بشري حقونو محکمې د سه شنبې په ورځ پریکړه وکړه چې که سویس هیواد هغه افغان چې عیسوي شوی دی، خپل هیواد ته اخراج کړي، نو د هغه حقوق به یې تر پښو لاندې کړې وي.

https://p.dw.com/p/3SW3K
انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخهانځور: Imago/epd

دغې شتراسبورګ میشتې محکمې ویلي دي چې د افغانستان په اکثریت مسلمان میشته هیواد کې هغو کسانو ته ګواښ متوجه دی چې خپل دین یې عیسویت ته اړولی وي. د محکمې په حواله دغه ګواښ د حکومت او نورو ډلو له خوا رامنځ ته کیږي.

دغه افغان چې په اصل کې د افغانستان له غزني ولایت سره تړاو لري په ۲۰۱۲ کال کې سویس ته ورسید او هلته یې د پناه غوښتنه وکړه. هغه ویلي وو چې تر هغه وروسته یې له خپل هیواد څخه د تیښتې پریکړه وکړه چې ورباندې عیسویت ته د اوښتو او د انجیل د ویشلو شک وشو.

تر دې مخکې د سویس فدرالې ادارې محکمې بیا د دې هیواد د مهاجرت ادارې له هغې پریکړې سره موافقه کړې وه چې د دې افغان ادعاوې د اعتماد وړ نه دي خو دا یې په پام کې نیولې وه چې ښايي هغه په رښتیا سویس ته تر رسیدو وروسته عیسویت ته مخه کړې وي.

د سویسي چارواکو د پریکړې پر اساس که څه هم هغه غزني ته نه شوای استول کیدای خو کیدای شوای چې پلازمینه کابل ته اخراج شي چیرې چې یې خپلوان اوسیدل. د سویسي چارواکو په حواله د دې افغان پناه غوښتونکي خپلوان پر دې خبر نه وو چې هغه خپل دین عیسویت ته اړولی دی.

خو د اروپا د بشري حقونو محکمې بیا استدلال کړی دی چې د سویس محکمې دا خبره په پام کې نه ده نیولي چې دغه کس به څرنګه په کابل کې د خپل دین له مخې عبادت وکړي پرته له دې چې له ګواښ سره مخامخ شي.