1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه:هرهيواد دي د خپلو مالي ستونزو د حل لپاره خپله لارپيداکړي

۱۳۸۷ مهر ۱۴, یکشنبه

د نړيوال مالي کړکيچ پر سر پرون د اروپايي د اتحاديې څلور ستر هيوادونه په پاريس کي سره را غونډ شوي ؤ تر څو دغه کړکيچ ته د حل لاره پيدا کړي

https://p.dw.com/p/FULV
د فرانسې ولسمشر نيکولا سرکوزي، د جرمني لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکل او د برتانيې لومړ وزير ګوردن براون د پاريس په غونډه کي
د فرانسې ولسمشر نيکولا سرکوزي، د جرمني لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکل او د برتانيې لومړ وزير ګوردن براون د پاريس په غونډه کيانځور: AP

غونډه د فرانسې د جمهور رييس نيکلا سارکوزي په بلنه شوي وه چي په هغه کي د آلمان، ايټاليا او بريتانيا حکومتي مشرانو ګدون درلود.که څه هم هغوی په دې بريالي نه شول چي د امريکا متحده ايالاتو په څير د تاواني شوو مالي شرکتونو او بانکونو لپاره د مرستي يو صندوق پرانيزي، خو هغوي دې موافقي ته ورسيدل چي هر هيواد دي د خپلو مالي ستونزو د حل لپاره خپله يوه لاره پيدا کړي.

د آلمان لومړی وزيری انګلا مرکل په دی اړه وويل:«موږ دلته د اروپا د اتحاديې له کميسیون څخه غوښتنه وکړه چي له آيرلنډ سره او د اروپا له مرکزي بانک سره هم خبری وکړي، ځکه دا ښکاره ده چي خورا اهميت لري چي موږ په انډول سره عمل وکړو، داسي نه سي چي يوه بله ستونزه پيدا کړو. موږ بايد په داسي اقداماتو لاس پوري کړو چي د اروپا د اتحاديې د رقابتي مقرراتو سره سمون ولري. موږ نن دلته په دې هکله وغږيدو چي اروپايي کميسیون له مرکزي بانک او آيرلنډ سره د خبرو په لټه کي شي».

د فرانسي جمهور ریيس نيکلا سرکوزي د پاريس له غونډي څخه وروسته وويل چي د اروپا د اتحاديې حکومتونه بايد خپل ځانګړي اقدامات يو بل سره تلفيق کړي .

د پاريس په غونډه کي د اروپايي ټولني د څلورو سترو هيوادونو مشران او د اروپايي ټولني د کمېسيون غړي
د پاريس په غونډه کي د اروپايي ټولني د څلورو سترو هيوادونو مشران او د اروپايي ټولني د کمېسيون غړيانځور: AP

سارکوزي وويل.« د نړيوال مالي کړکيچ په پام کي نيوني سره، اروپا بايد يو ځواب ولري. دا خورا اهميت لري چي موږ ډير ژر بايد عمل وکړو، سره بيره پر دې موږ غواړو د دغه کړکېچ له امله يوه نړيواله سرمشريزه دايره شي، تر څو په راتلونکي کي داسي يو کړکيچ بیا رامينځ ته نه شي. هغه څه دی چي موږ ورته ضروت لرو هغه يو نوي پيل دی.»

د پاريس غوڼدي ته د اروپا د اتحاديي د کميسيون رييس،خوزي مانويل باروسو هم بلل شوي ؤ. هغه د اروپا هيوادونو تر منيځ له همکاريو څخه خوښي څرګنده کړه :«زه په خاصه توګه د رښتيني همکاري د دي فضا په هکله ډيرخوښ يم، دا چي اروپايي هيوادونه غواړي د کړکيچونو او ستونزو د حل لپاره په ګده عمل کوي. ترڅو ثبات ټينک او د باور فضا خوندي وساتله شي.»

د پاريس د غونډي په اجندا کي د مالي څارني او د محاسباتو اصلاحات هم شامل ؤ. خو په دغی غوندی کي د فرانسي هغه يو لومړنی وړانديز ونه منل شوو چي د اروپایي مالي شرکتونو لپاره دي 300 مليارد ايرو يو مرستندوی صندوق پرانيستل شي. دا هغه يو مادل دی چي په امريکا متحده ايالاتو کي د تاواني شوي شرکتونواو بانکونو لپاره د متحده ايالاتو حکومت جوړ کړ. د جمهور ریيس بوش حکومت بريالی شوچي کانګرس قانع کړي ترڅو د 700 مليارده ډالرو يو مالي مرسته تصويب کړي .