1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه او امريکا د تروريزم په وړاندی د مبارزې د يوې نوي لاري په لټه کي دي

۱۳۸۸ بهمن ۲, جمعه

له بروکسل څخه کرستوف هاسلباخ راليکي، که څه هم موضوع په ضمني ډول سره معامله کېده، خو د امريکې د کورني امنيت له وزيرې ميرمن جانيت ناپوليټانو څخه تر هر څه زيات د بربنډښکارولو د ماشين پوښتنه کېدله.

https://p.dw.com/p/LdfE
په هوايي ډګرونو کي د بربنډ ښکارولو د ماشينونو سره ډيری خلک مخاليف دي
په هوايي ډګرونو کي د بربنډ ښکارولو د ماشينونو سره ډيری خلک مخاليف ديانځور: AP

په اورپا کې بربنډ ښکارو ونکي ماشينونه، د سترعورت د پټونې د اصولو له مخې تر لانجه لاندې دي. ناپوليتانو وويل، چې د دوی هېواد ورڅخه ډېره ښه نتيجه اخيستې ده. د دې له خولې:

«زه يې گټور بولم. موږ هغه انډول په نظر کې ساتو، چې د امنيت او سترعورت د پټونې تر منځ موجود دئ. او د بربنډښکاروونکو ماشينونو په تخنيکي پرمختک سره دا انډول ساتل کېدلی شي، نو ځکه هغه استعمالېدلی هم شي.»

تر اوسه پورې دا خپله د هر هېواد اختيار دئ، چې بربنډښکاروونکي ماشينونه په کار اچوي او که نه، کوم کار چې طبعاً د شنگين د سيمې په آزادو پولو کې يو امنيتي خطر گڼل کيدلی شي. د آلمان په گډون يو شمېر مملکتونه د ټولې اورپا د پاره شريک اصول غواړي. مگر د دې په وړاندې د اورپا په پارلمان کې سخت مقاومت شته. په اورپايي پارلمان کې له مسيحي سوسيال گوند CSU څخه د آلمان استازی مارکوس فېربر هغه وخت د يو زيات شمېر نورو پارلماني استازو مثال وگرزيد، کله يې چې څو ورځې مخکې د خپلې ردونې دليلونه په ډاگه کړل.

«فېربر وايي: د هر کس د انساني کرامت او د ټولو د امنيت په نظر کې نيولو سره، زموږ په خيال انساني کرامت د لومړيتوب حق لري. دا پر ځای کار نه دئ، د يوه کس د موندلو په خاطر د مليونو بې گناه انسانانو عزت تر پښو لاندې شي.»

د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس دې ميزېرې Thomas de Maiziere د نوو ماشينونو د لگولو پلوی دئ. نوموړی د دې هم سخت ملاتړ کوي، چې بايد له نړيوال تروريزم سره د مبارزې په منظور معلومات يو بل ته سره ورکړل شي، کوم کار چې اورپايي پارلمان يې د آداتو او معلوماتو د محرميت له مخې نه شي منلی. ديميزيری اقرار کوي، چې په امريکه کې د معلوماتو محرميت کاواکه دئ. سړی بايد دواړه موضوعگانې څنگ تر څنگ سره فيصله کړي. ميزيرې وايي:

«او ما وړانديز کړی، دا به ډېره ښه او د متقابل اعتماد نښخه وي، چې که سړی اوس وايي، ښه، موږ به د هوايي چلند د امنيت په خاطر معلومات سره ورکوو، د کوم له څنگه چې سړی د معلوماتو پر امنيت او محرميت هم خبرې کولی شي. نو که چېرته موږ يوې ښې پايلې ته سره ورسيږو، هم هغه دي، چې دا به د امريکې لخوا د اورپايي معلوماتو پټ ساتنې د کلتور په وړاندې يوه ښه نښخه وي.»

ناپوليتانو دا څه په سر خوځولو سره درک کول. په اورپايي پارلمان کې په تېره بيا د SWIFT د تړون له مخې د آداتو له ورکولو سره سخت مخالفت شته. له مسيحي سوسيال گوند څخه مارکوس فيربر نه تنها د شخصي معلوماتو د پټ ساتنې له مخې غږيږي بلکه باور لري چې:

«دا بې مفهومه کار دئ، چې بهر ته له هرې بانکي حوالې څخه سمدلاسه امريکايان خبر کړو. موږ هم ځانگړې علاقې لرو.هو؟ زموږ د اقتصاد ساتنه هم بايد يو ټکی وي، موږ نه پوهيږو، چې امريکايان په پای کې له دې معلوماتو څخه څه گټه اخلي.»

Hasselbach, Christoph/ محمد عارف وردګ

کتونکی. زيارمل