1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

«بايد د يونان په کمپونو کي د کرونا د خپريدو مخه ونيول شي»

۱۳۹۹ فروردین ۱۵, جمعه

یالوا جوهانسون چې په اروپايي ټولنه کې د کورنیو اړیکو کمیشنره ده د یونان په یو له تر ټولو لویو مهاجر کمپونو کې د کرونا ویروس د خپریدو خطر په اړه ګواښ کړی دی. هغې ویلي چې اروپايي ټولنه باید په هر قیمت د دې مخه ونیسي.

https://p.dw.com/p/3aOzd
Ylva Johansson | EU-Kommissarin für Inneres
انځور: imago images/ZUMA Wire/F. Sierakowski

یوناد د پنجشنبې په ورځ د مهاجرینو یو کمپ تر هغه وروسته قرنطین کړ چې په کې د میشتو ۲۰ پناه غوښتونکو د کرونا ویروس د آزموینو پایلې مثبتې راوختې.

دا په داسې حال کې ده چې د اورپايي ټولنې څه نا څه ټول د مهاجرو کمپونه تر حده ډیر ډک دي. دویچه ویله د دې ټولنې د کورنیو چارو له کمیشنرې یالوا جوهانسون،څخه وپوښتل چې په مهاجر کمپونو کې د کرونا ویروس د خپریدو په صورت کې باید اروپايي ټولنه څه وکړي؟

یالوا جوهانسون: موږ باید د داسې یوه وضعیت د رامنځته کیدو مخه ونیسو. موږ باید په خپل توان کې هر څه وکړو چې دغه ډول یو بحران رامنځ ته نه شي. له همدې کبله موږ ډیر سخت کار وکړ چې له یوناني چارواکو سره یو ځای بیړنیو حالاتو ته د ځواب ورکولو پلان جوړ کړو. دا پلان اوس جوړ دی. اوس نو باید موږ ژر تر ژره تر ټولو ډیر اسیب پذیره کسان له دې کمپونو وباسو او په هوټلونو او کورونو کې ورته خونې ورکړو چې په کمپونو کې د ویروس د خپریدو په صورت کې اغیزمن نه شي او د روغتیایي وسایلو او کارکوونکو په برابرو او د نورو تدابیرو له نیولو سره چې موږ یې اوس یونان، IOM او UNHCR په اختیار کې ږدو [باید د دې کړکیچ مخه ونیول شي]. موږ له همدې سازمانونو سره په ګډه کار کوو چې وضعیت کنترول کړو.

دویچه ویله: څو اوونۍ مخکې د اروپايي ټولنې یو شمیر هیوادونو پریکړه وکړه چې تر ۱۸ کلنۍ کښته په سونو داسې پناه غوښتونکي ومني چې مشران ورسره مل نه دي او په مهاجر کمپونو کې اوسیږي. ایا د جوړ شوي پلان له مخې به دغه کم عمره پناه غوښتونکي له کمپونو و ایستل شي؟

یالوا جوهانسون: نه. دا د بیړنيو حالاتو یو پلان دی چې له مخې یې تر ټولو زیات اسیب پذیره کسان لکه د ډیر عمر لرونکي پناه غوښتونکي او ناروغان له کمپونو ایستل کیږي او بیا امنی ځایونو لکه هوټلونو ته لیږدول کیږي چې دغه کسان نور د کمپونو په شرایطو کې ژوند و نه کړي.

د کم عمر پناه غوښتونکو د لیږد بهیر هم ښه پر مخ روان دی. د اروپايي ټولنې اته داسې غړي هیوادونه شته چې غواړي د دغو ماشومو پناه غوښتونکو هرکلی وکړي. زه هیله لرم چې د ماشومانو د لیږد لومړی مورد به په راتلونکې اوونۍ کې ترسره شي. اوس دغه ماشومان د ترانزیت مرکزونو ته لیږدول کیږي او هلته به کوربه هیواد ته تر تلو مخکې د کرونا ویروس تر آزموینو هم تیر شي. زما له پاره دا د یو والي ډیر مهم پیغام دی چې موږ ورته په یونان کې پر ټاپوګانو باندې د مهاجرو له کبله د رامنځ ته شوي فشار د کمولو په موخه اړتیا لرو.

دویچه ویله: تاسو د یووالی خبره کوئ خو ولي ډیر شمیر مهاجر په دغو جزیرو کې له ډیر وخت راهیسې بند پاتې دي او ولې د دې وضعیت له پاره د یوې حل لارې موندل ستونزمن دي؟

یالوا جوهانسون: له هغه وخت راهیسې چې ما خپله دنده پیل کړې، ډیر زیات سخت کار مو کړی دی چې د مهاجرو او پناه غوښتونکو په باب یو نوی تړون رامنځ ته کړو. زه به ژر دغه تړون وړاندیز کړم او هیله لرم چې د ټولو له پاره به د منلو وړ وي.

موږ همدا راز د یونان له حکومت، چارواکو او د ملګرو ملتونو له ادارو سره ډیر نزدي کار کوو چې د یونان د ټاپوګانو په کمپونو کې ښه شرایط رامنځته کړو.

دویچه ویله: بیا نو څوک د یونان د وضعیت اصلي لاملان دي؟

یالوا جوهانسون: البته چې د یونان حکومت د یونان د وضعیت مسئول دی خو هغه یوازې څه نه شي کولی. موږ باید یووالی وښیو. اروپايي ټولنه له مالي او هم له عملي لحاظه له یونان سره ډیره مرسته کوي. موږ غیر دولتي او د ملګرو ملتونو سازمانونه هم په یونان کې کار کولو ته هڅوو. که څه هم د یونان حکومت او چارواکي مسئول دي خو په عین حال کې موږ ټول د دې هیواد او په مهاجر کمپونو کې د اوسیدونکو کسانو د وضعیت په اړه د یووالي ښوولو مسئولیت لرو.

د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: