1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

اروپايي ټولنه د افغان مهاجرو د مخنیوي له پاره مالي مرسته کوي

۱۴۰۰ تیر ۳۱, پنجشنبه

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د هرې ورځې په تیریدو سره امنیتي وضعیت لا خرابیږي، اروپايي ټولنه غواړي له افغانستان او نورو ګاونډیو هیوادونو سره مالي مرستې وکړي څو د مهاجرت مخه ونیسي.

https://p.dw.com/p/3xryt
Litauen Pabrade | Flüchtlingslager nahe der Grenze zu Belarus
انځور: Mindaugas Kulbis/AP Photo/picture alliance

د اروپايي ټولنې دوو چارواکو ویلي دي چې په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړو شدت موندلی دی، دغه ټولنه غواړي دې مهاجرت د مخنیوي له پاره له افغانستان او د دې هیواد له ګاونډیو سره مالي مرستې وکړي. له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره داسې ویرې موجودې دي چې طالبان به ګڼ شمیر سیمې ونیسې چې له کبله به یې ګڼ شمیر افغانان د خپلو سیمو پریښودو ته او یا هم مهاجرت ته اړ شي.

اروپايي ټولنه اوس د یوه پلان پر اساس چې اوسمهال په ابتدايي مرحله کې دی، غواړي له افغانستان، پاکستان او په سیمه کې له نورو هیوادونو سره مالي مرسته وکړي. د اروپايي ټولنې دوو جګپوړو چارواکو او یوه دپلومات چې له دې موضوع باخبره دی، وویل چې د دې پلان له مخې ایران ته هم پیسې ورکول کیږي.

دغو چارواکو ویلي چې د دې کار هدف دا دی څو مهاجرین خپل هیواد ته نیږدې وساتي او اروپايي هیوادونو ته د مهاجرت د یوې بلې څپې مخه ونیسي. اروپايي ټولنې په دې هکله له تبصرې ډډه کړې خو ټاکل شوې چې په ۲۰۲۱م کال کې به اروپايي ټولنې له افغانستان سره د ۶۷ میلیونو ډالرو په ارزښت بشري مرستې وکړي.

TABLEAU | Weltflüchtlingstag 20.6.2021 Bildergalerie
انځور: Muhammed Semih Ugurlu/AA/picture alliance

له دغې موضوع باخبره اروپايي چارواکو د نوم د نه ښوولو په شرط ویلي چې ښايي پیسې افغانستان ته ورکړل شي خو زیاتوي چې په دې ترڅ کې امکان لري پاکستان او ایران ته هم پیسې ورکړل شي. دغو چارواکو ویلي چې له افغانستان سره مالي مرستې د طالبانو په پرمختګونو پورې هم تړلي دي.

د اټکلي شمیرو له مخې اوسمهال له ۶،۵ میلیونه ډیر افغان مهاجرین په ایران او پاکستان کې میشت دي. پاکستان له وړاندې نه ویلي چې په افغانستان کې د وضعیت په خرابیدو سره د نورو افغان مهاجرینو کوربتوب نه غواړي.