1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«اروپايي ټولنه د بوسنيا پر پوله په مهاجر زورونه کې لاس لري»

۱۳۹۷ اسفند ۲۲, چهارشنبه

د بخښنې نړیوال سازمان د اروپايي ټولنې پر دولتونو باندې تور لګولی چې له بوسنيا سره د دې بلاک پر پوله «مخ په ډیریدونکي بشري ناورین ته لمن وهي». په دې سیمه کې بند پاتې شوي ډیر شمیر پناه غوښتونکي له سختو شرایطو سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/3EvNj
Bosnien und Herzegowina l Migranten in Bihac
انځور: picture alliance/AP Photo/A. Emric

د بخښنې نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ ویلي دي چې اروپايي دولتونو د کرواشیا او بوسنیا پر پوله د کرواشیا له خوا د مهاجرو د غیر قانوني ایستلو ملاتړ کړی دی.

څیړونکو موندلې ده چې د کرواشیا پولیسو د دې له پاره چې د بوسنا له لارې کرواشیا ته د داخلیدونکو پناه غوښتونکو مخه ونیسي، له حده ډیر زور کارولی دی. د بوسنیا پر پوله ډیر شمیر بند پاتې شوي پناه غوښتونکي چې غواړې د اروپايي ټولنې نورو هیوادونو ته ورسیږي، اوس په ډیرو سختو شرایطو کې ژوند کوي او روغتیايي خدمتونو، خوراکي توکو او سرپناه ته لاسرسۍ نه لري.

په دې سیمه کې نزدې ۵۵۰۰ نارینه، ښځې او ماشومان په موقتي کمپونو کې چې د بوسنيا په بیهاک او ویلیکا کلادوسا سیمو کې پراته دي، ژوند کوي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې په اروپايي ټولنه کې حکومتونو په قسمي توګه د کرواشیا سرحدي پولیس تمویل کړي او په ځینو مواردو کې یې د سرحدي پولیسو معاشونه او تجهیزات ورکړي دي.

 دې سازمان زیاته کړې: «د نړیوال قانون له مخې د عمل کولو پر ځاي سرحدي کنترول ته له لومړیتوب ورکولو سره، اروپايي حکومتونه نه یوازې د کرواشیايي پولیسو پر بېرحمو بریدونو سترګې پټوي، بلکه د هغوی اقدامات تمویلوي.»

کرواشیان وایي تاوتریخوالی یې نه دی کړی

کرواشیا تر دې مخکې داسې تورونه چې گني دغه هیواد له هغو پناه غوښتونکو سره ناسم چلن کوي چې غواړي له پولې یې واوړي، رد کړي وو. د کرواشیا د کورنیو چارو وزارت په اګست میاشت کې دویچه ویله ته وویل چې د ټولو پناه غوښتونکو د اساسي حقونو درناوی کوي.

دې وزارت ویلي وو: «د کرواشیا جمهوریت له بوسنیا سره [د مهاجرو] د ستنولو یو برحاله بریالی تړون لري چې له مخې یې د هغو کسانو د بیرته استول کیدو بهیر تنظیمیږي چې په غیر قانوني توګه [کرواشیا ته] داخل شوي وي.»

ډیر شمیر هغه پناه غوښتونکي چې غواړي په اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتنه وکړي د کرواشیا او یا هم د هنګري له لارې دې ټولنې ته داخلیږي. خو د دې کار له پاره باید هغوی له سربستان یا بوسنیا څخه چې د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه نه دي، تیر شي.

اروپا ته ستونزمن سفر

په سلهاو زره پناه غوښتونکي په ۲۰۱۵ کال کې د بالکان له مسیر څخه تر تیریدو وروسته آلمان ته ورسیدل. خو په وروستیو کلونو کې دغه شمیر رالویدلی دی ځکه د آلمان په ګډون د اروپايي ټولنې غړو هیوادونو هڅه وکړه چې پر خپلو بهرنيو پولو نظارت ډير کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان پر اروپايي ټولنې باندې تور لګولی دی چې که څه هم چې پوهیده چې دغه سیاست په بالکان کې بندو پاتو  پناه غوښتونکو ته زیان رسوي، خو بیا یې هم هغه تعقیب کړ.

د بشري حقونو دې سازمان ویلي دي: «اروپايي مشران نور نه شي کولی ځان د بالکان مسیر پر امتداد [د پناه غوښتونکو] د ډله ییزو ایستلو او له تاوتریخوالي ډک پر شا تنبولو له مسوولیت څخه ځان خلاص کړي. دا د روپايي ټولنې د هغې ارادې پایله ده چې غواړي د بشري قیمت د نه په پام کې نیولو سره خپلې پولې پیاوړې کړي.»

الکسندر پراسون/ م.ج