1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه د مهاجرو د ویش پر سر توافق ته ونه رسېده

۱۳۹۸ مهر ۱۷, چهارشنبه

هغه مهاجر چې د ژغورنې کښتيو له خوا ساحلونه ته رسيږي، باید د اروپايي ټولنې پر هېوادونو باندې وويشل شي. خو د دغه اتحادیې د کورنيو چارو وزيران په خپله تازه غونډه کې په دې اړه د يوې طرحې په رامنځته کولو ونه توانيدل.

https://p.dw.com/p/3Qw6r
Seenotrettung im Mittelmeer - «Alan Kurdi» vor Libyen
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان، فرانسې، ايتالیې او مالتا هغه پلان چې له مخې یې باید په سمندر کې د ژغورل شويو مهاجرو د ويش له پاره د سهمیې سیسټم رامنځته شي، ډېر پرمختگ ونه کړ. په لوگزامبورگ کې د اروپايي ټولنې د کورنيو چارو وزيران په دې اړه کومې څرگندې پايلې ته ونه رسېدل چې کوم هېوادونه به غواړي او چمتو دي هغه مهاجر ومني چې په سمندر کې ژغورل کيږي او بيا ايتاليې ته انتقاليږي.

دوه اوونۍ مخکې په مالتا کې تر یوې څلور اړخيزې غونډې وروسته د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زېهوفر او له فرانسې، ايتاليې او مالتا څخه د هغه سيالانو ويلي ول چې د لوگزامبورگ د سه شنبې (د اکتوبر ۸ نيټه) تر غونډې وروسته به د دې مسئلې سياسي حل اعلان شي.

په لوګزمبورګ کې ۱۲ هیوادونو ویلي دي چې هغوی د هر کښتې په مورد په جلا توګه او د ځینو تخنیکي جزئیاتو تر پام کې نیولو وروسته پریکړه کوي.

هيڅ الزامي سهميه نه ده ټاکل شوې

د اروپايي ټولنې د مهاجرو د چارو کميسار ديميتريس اورامپولوس، پر غړيو هېوادونو غږ وکړ چې د دې مسئلې پر سر دې نوره چنه نه وهي. هغه وويل چې «اروپايي ټولنه يوازې د موقتي حل د موندلو هڅه نه شي کولی. بلکه په خبره یې دوامداره ميکانيزم ته اړتيا لري.» هغه ټينگار وکړ چې اروپايي ټولنه د لا زيات مسوليت او يووالي له پاره بايد دريځ ونيسي.

فنلند چې اوسهمال د اروپايي ټولنې دوريي مشري پر غاړه لري، هم په دې لانجه کې پر پرمختگ نه دی توانيدلی. دغه هېواد هم د اتريش او لوگزامبورگ په څېر د سهمیې په سیسټم کې شامليدو ته هیڅ ليوالتيا نه لري.

د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زېهوفر
د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زېهوفرانځور: DW/B. Riegert

بلغاريا، قبرس او يونان هم شکايت کړی چې د څلورو هېوادونو هغه ډله چې په مالتا کې یې سره ليدلي ول، يوازې د هغو مهاجرو د ستونزې په اړه غږيدلي چې د ليبيا او ايتاليا ترمنځ ژغورل کيږي او د هغو مهاجرو ستونزه نه يادوي چې د ختيځې مديترانې اروپايي هېوادونو ته رسېږي. دغه هېوادونو په شريکه له اروپايي ټولنې څخه د لا زياتو مرستو غوښتنه وکړه.

د ختيځې اروپا هېوادونو يو وار بيا هر هغه پلان رد کړی چې دوی د مهاجرو منلو ته مجبوروي.

زېهوفر انتقادونه رد کړل

دا خبره چې مالتا او ايتاليا ته رسيدلي کوم کډوال او يا پناه غوښتونکي به په کومو هېوادونو تقسيم شي، لا روښانه نه ده. فرانسې او هالند ويلي چې غواړي هغه کسان خپلو هېوادونو ته ور پريږدي چې د پناه غوښتنې دوسیې یې بشپړې شوي وي او يا د مهاجرو په توگه درجه بندي شوي وي.

خو د ايتاليا د کورنیو چارو وزيرې لوسيانا لمورگیسې، پر دې تاکيد وکړ چې ټول کډوال بايد د ويش په دغه پروسه کې شامل وي او د هغوی د پناه د غوښتنې د حق قضيه په کوربه هېوادونو کې بايد حل شي. زېفوهر د خپلې ايتالوۍ سيالې سره همنظره دی. هغه وويل چې دا به ډېر وخت ونيسي څو ايتاليا د دغه مهاجرو د پناه غوښتنې دوسیې وڅيړي او ویې ويل چې په دې توگه به د دغه هېواد د اوږدې بار هیڅ سپک نه شي.

دغه آلماني وزير د خپل هېواد پر هغو هلو ځلو نيوکې حیرانونکي وبللې چې په اروپايي ټولنې کې یې د ويش د ميکانيزم د رامنځته کولو له پاره کوي. خو آن د زېهوفر د خپل محافظه پال گوند غړي پر نوموړي د دغه څه له پاره چې هغوی یې د مهاجرو د راتگ او د انسانانو د قاچاق له پاره تشویقوونکي بولي، انتقادونه کړي دي.

خو د اروپايي ټولنې يو شمير هېوادونه لا هم د ويش د يوه ميکانيزم د رامنځته کولو له پاره هلې ځلې کوي. په راتلونکو اوونيو کې به ښايي د ژغورل شويو مهاجرو د ويش له پاره د نورو هېوادونو له خوا چمتووالی وښوول شي. د استازو له خوا ويل شوي چې اوس هم هدف د يوې الزامي سهميې رامنځته کول نه دي. ويل شوي چې د اروپايي ټولنې کميسيون به د ويش د تنظيمولو خپلې دندې ته ادامه ورکړي او ټول غړي هېوادونه به آزاد وي چې هر وخت وغواړي له تړونه ووځي. زېهوفر هم د وزيرانو تر غونډې وروسته ټينگار وکړ چې «دا چاره په بشپړه توگه رضاکارانه ده».

BS/NZ (Bernd Riegert )

زموږ له آرشيف څخه