1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بهرني سیاست په اړه د مسکو او بروکسل تر منځ د اړیکو پراخیدل

۱۳۹۶ تیر ۲۱, چهارشنبه

د اروپايي ټولنې او روسيې تر منځ اړیکي ډیر پیچلي دي خو د نړۍ د بحراني سیمو په اړه باید دواړه اړخونه پر اختلافاتو سربیره یو د بل سره همکاري وکړي. هغوی اوس غواړي د دغو سیمو په هکله ډیالوګ پراخ کړي.

https://p.dw.com/p/2gOQ1
Symbolbild Verhältnis EU Russland
انځور: imago/Rainer Unkel

د سوريې په شخړه کي پر دوامدارو اختلافاتو سربیره اروپايي ټولنه او روسیه غواړي د خارجي سیاست په برخه کي گډ کار پراخ کړي. د دغې ټولنې د بهرنیو چارو مسئولې فدریکا موگریني، په بروکسل کي وویل: «موږ پر دې باندي موافقه وکړه چي د ټولو مهمو موضوعگانو په هکله یو د بل سره نظرونه تبادله کړو.»

د روسيې د بهرنیو چارو له وزير سرګیې لاوروف، سره تر یوې لیدني کتني وروسته موگریني اعلان وکړ چي د دواړو اړخونو له پاره «د همکارۍ اساس» پیژندل سوی دی. د دوی تر منځ د څو ساعته خبرو مهم موضوعات د سوریې جګړه، د شمالي کوريا او اوکراين وضعیت او هم د پارس په خلیج کي نوي تشنجات ول. خو موگریني د خبرو جزئیات ورنه کړل.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو مسئولې فدریکا موگریني، په عین حال کې وویل: «دا ښکاره خبره ده، چي دواړه خواوي پر ټولو مسایلو باندي یوشان نظر نه لري.»

په دې وروستیو وختونو کي د مسکو او بروکسل تر منځ د سوریې په بحران کي د نظر اختلاف یو واربیا څرگند سو. موگریني وویل: «موږ په سوريه کي پوځي بازیگران نه یو او په دې باندی ویاړو چي نه یو.»

سرګیې لاوروف بیا په بروکسل کي اعلان وکړ چی «د دې جدي وخت» رارسیدلی دی چي «د سوریې د رهبرۍ پر ضد د اروپايي ټولني او امريکا متحده ايالاتو د بندیزونو بشري او انساني اغیزي په نظر کي ونیول سي». 

روسيه د سوريې په شخړه کي د واکمن بشارلاسد مهم متحد دی.