1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ایټالیا سره د مدیترانې په کړکیچ کې د مرستې بندیدل

۱۳۹۶ تیر ۱۶, جمعه

ایټالیا خبرداری ورکړی چې د دې هیواد د بندرونو له لارې د مهاجرینو د کښتیو مخه به ونیسي. اروپايي ټولنه غواړي چې د خیریه سازمانونو د عملیاتو له پاره یوه نوې تګلاره رامنځ ته کړي.

https://p.dw.com/p/2g9H5
Italien - Flüchtlingsboote - Mittelmeer
انځور: Getty Images/C. McGrath

د روان کال په جون میاشت کې له لسو زرو ډیر افریقايي مهاجرین د مدیترانې سمندر له لارې ایټالیا ته رسیدلي دي. دا په داسې حال کې ده چې د روان کال له پیل راهیسې د دې سمندر له لارې ایټالیا ته د رسیدلو کډوالو شمیر ۸۵ زرو ته رسیږي.

د اسټونیا په پلازمینه تالین کې د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو وزیرانو د ايټالیا د هغه اقدام ملاتړ کړی چې غواړي د دې هیواد د بندرونو له لارې د راتلونکو مهاجرینو د کښتیو مخه ډپ کړي.

د اروپايي ټولنې کمیشنر دیمیتریس اوراموپولوس، د دې ټولنې له غړو څخه وغوښتل چې له ایټالیا سره په دې کړکیچ کې مرسته  وکړي، ځکه د هغه په خبره ايټالیا یې په یوازیتوب له عهدې نه شي وتلای.

خو له ایټالیا سره له اوږدې مودې راهیسې مرستو نور هیوادونه ستړي کړي دي. په روم کې هیڅوک هم نه غواړي چې په خپله خاوره کې نور مهاجرین ومني او یا د ژغورنې کښتیو ته خپل بندرونه پرانیزي.

د خیریه سازمانونو له پاره تازه کړنلارې

د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو وزیران پر یوه وړاندیز شوي قانون هم سره سلا شول. دغه قانون به ډیر ژر د مدیترانې په سمندر کې فعالو خیریه سازمانونو ته یوه کړنلاره وګرځول شي.

هدف دا دی چې خیریه سازمانونو ته د مدیترانې په سمندر کې فعالیت او تګ راتګ لا ډیر ستونزمن شي او د خیریه سازمانونو او انساني قاچاقبرانو ترمنځ د اړیکو مخنیوی وشي. د ښې څارنې له پاره، تر دې وروسته به د مهاجرینو د ژغورنې کښتۍ دې ته اړ وي چې د کښتیو د موقعیت د ښوولو سیستم فعاله وساتي ترڅو وکولای شي مهاجرین په مستقیمه توګه بندرونو ته انتقال کړي او په هر وخت کې یادو کښتیو ته د پولیسو د لاس رسي زمینه برابره وي.

د غوښتنو دغه لیست ښيي چې نه یوازې ایټالیا بلکې خیریه سازمانونه په عملي توګه مهاجرین دې ته هڅوي چې د اروپا په لور د مهاجرت سفر پیل کړي او د دې سازمانونو د کارکوونکو چلن داسې ښکاري چې لږ یا ډیر انساني قاچاقبرانو ته ګټه رسوي.

په سمندر کې ژغورونکي تر شک لاندې

په عین وخت کې د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر، هم د ژغورنې کارکوونکي د مهاجرینو د شمیر په زیاتولو کې ګرم بولي. هغه په دې هکله وویل: «اعتماد هغه وخت نه رامنځته کیږي چې [په کښتیو کې] د موندنې برقي آلې په قصدي توګه د دې له پاره بندې وساتل شي چې د [کښتۍ] موقعیت پیدا نه شي.»

نوموړی زیاتوي چې دا راز کارونه به په دې تازه کړنلاره کې منع وګرځول شي.

بل لوري ته بیا د ژغورنې سازمانونه دغه تورونه ردوي. د دې حالت په ځواب کې، د بخښنې نړیوال سازمان پر اروپايي ټولنې تور پورې کړی چې دې ټولنې په سمندرونو کې د ژغورنې د یوې پراخې سیمې مسوولیت خیریه سازمانونو ته سپارلی دی. دغه خیریه سازمان همدا راز وايي چې د اروپايي ټولنې لخوا د اقداماتو نه شتون د مدیترانې په سمندر کې د روان کال د ټولو شاوخوا ۲۰۰۰ مرګونو مسوول ګڼل کیږي. د فرونټیکس په حواله چې د اروپايي ټولنې د پولو او سمندرونو د ساتنې مسوولیت لري، د ژغورنې د عملیاتو شاوخوا ۴۰ سلنه د داوطلبانو لخوا ترسره کیږي.

له لیبیا سره لا ډیرې مرستې

په لیبیا کې د روانې بې ثباتۍ سربیره، اروپايي ټولنه په دې هڅه کې ده چې د دې هیواد له ځینو ځايي ادارو سره په ګډه کار وکړي. د مدیترانې په سمندر کې د مهاجرت د کړکیچ له پاره د ځانګړې شوې شاوخوا ۱۰۳ میلیونو ډالرو بودیجې له نیمايي څخه ډیره برخه به یې د لیبیا د سمندر د ساتنې د ځواکونو له پاره د ډیرو وسلو پر برابرولو او روزنې مصرف شي.

دیمیزیر لیبیا دې ته وهڅوله چې د بشري حقونو معیار ته درناوی وکړي او زیاتوي چې د ملګرو ملتونو د مهاجرت عالي کمیشنري یا «UNHCR» باید هلته له کمپونو څخه د بریدونو پر وړاندې ساتنه وکړي. د دې کار سیاسي موخه دا ده چې مهاجرین بیرته په مستقیم ډول لیبیا ته انتقال کړل شي او ایټالیا ته د دوی د رسیدو مخنیوی وکړي.

د دې ټولو سربیره، د اوکسفام په څیر خیریه سازمان د لیبیا د مهاجرینو په کمپونو کې د شکنجې، جنسي تجاوز او وژنو رپوټ ورکړی دی. له اوکسفام خیریه سازمان څخه، ناتالیا الونو په دې هکله وايي: «له لیبیا سره د مهاجرینو د راتګ د مخنیوي په هکله مرسته به دغه کسان [مهاجرین] لا ډیرو ربړونو او ان مرګ ته برابر کړي او دا کار د اروپايي ټولنې د ارزښتونو له پاره یوه جدي بدنامي ده.»

د روان کال له پیل راهیسې هغه مهال چې اروپايي ټولنې له لیبیا سره د مهاجرت د ستراتیژۍ له پاره د مرستو یو اساس رامنځته کړ، دغه ټولنه په دې هڅه کې ده چې په دې هیواد کې د خراب امنیتي وضعیت سربیره، د ځايي چارواکو سره د دې ستونزې د حل له پاره یوه ګډه لار وموندي.

د مهاجرینو لا ډیر اخراج

د مهاجرت د سیاست په هکله یو له اساسي پرمختګونو څخه له دریم ګړو هیوادونو سره په راتلونکي کې د خبرو اترو د ارادې شتون دی. هغه هیوادونه چې نه غواړي بیرته خپل مهاجرین ومني د خپلو مهاجرینو د بیرته منلو د هڅوونې له پاره به، د مرستو نه نیولې د ویزې د ورکړې په برخه کې تر آسانتیاوو پورې ټول ممکنه اقدامات عملي کړل شي. اوسمهال د دې ډلې هیوادونو د کتار په سر کې بنګلدیش، ناجیریا او بیا ورپسې ګڼ شمیر افریقايي هیودونه شتون لري.

په ایټالیا کې اروپايي ټولنې هم د میلیونو نورو پیسو د مرستو ټټر وهلی خو دغه مرستې مشروطې ګرځول شوي. په دې شرطونو کې د پناه غوښتنو ژر تر ژره ارزول، د مهاجرینو لا ډیر اخراج او د مهاجرینو د ساتنې د مرکزونو ښه والی یادول کیږي.

د همکارۍ نه شتون

په لومړنۍ ناسته کې فرانسې او هسپانیا له وړاندې نه د مهاجرینو کښتیو ته د خپلو بندرونو د پرانیستلو خبره رد کړې. یوازې د ګوتې په شمار څو هیوادونه دي چې غواړي لا ډیر مهاجرین ومني. د دې سربیره، د مهاجرینو د ویش لړۍ چې له وړاندې نه پرې توافق شوی، ورو پرمخ روانه ده. ایټالیا ته د رسیدلو له شاوخوا ټولو ۳۵ زرو مهاجرینو له ډلې څخه یوازې ۷۰۰۰ مهاجرین د اروپايي ټولنې د نورو هیوادونو لخوا منل شوي دي.

په عین وخت کې د لوګسمبورګ هیواد د بهرنیو چارو وزیر، یان اسیلبورن په دې هکله وايي: «زه حیرانیږم چې کله داسې خبرې اورم چې موږ باید د مدیترانې د سمندر لار بنده کړو. څنګه کولای شو چې موږ سمندر بند کړو؟ آیا دا په دې معنی دی چې نور دې انسانان ونه ژغورل شي؟» نوموړي همدا راز پر اتریش هم نیوکې وکړې چې غواړي له ایټالیا څخه د راتلونکو مهاجرینو د مخنیوي له پاره ټانکونه او سرتیرې وګماري. هغه وايي: «دا په حقیقت کې خواخوږي نه ده. موږ باید له ایټالیا سره مرسته وکړو. دا په دې معنی چې موږ باید دې ستونزې ته د اروپایانو په سترګه وګورو.»

خو خواخوږي زیاتره د ملي ګټو له امله ترپښو لاندې کیږي. د آلمان د کورنیو چارو وزارت دغه بحث په دې خبرو سره پای ته ورسوو: «د خواخوږي موضوع ته په کتنې سره د هر هیواد موقفونه فرق لري.» اوسمهال د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې پر سیستم باندې بحث او خبرې اترې له یو بن بست سره مخ شوي.