1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولني دايرو دزون د ثبات نوې پريکړه وکړه

۱۳۸۹ آذر ۲۷, شنبه

د اروپايي ټولني د ۲۷ غړو هيوادو دولتي او حکومتي مشرانو سرمشريزه پرون د جمعې په ورځ په بروکسل کښي پدې توافق سره پای ته ورسيدل ، چه د ايرو د زون دپاره يو دومداره بحراني ميکانيزم جوړ سي

https://p.dw.com/p/QfZR
انځور: AP

دغه ميکانيزم به په 2013 کال کښي د ايرو د ژغورونکي پروګرام ځای ونيسي . پدې خاطر بايد د اروپايي ټولني د لزبن پر تړون باندي دوې جملې وراضافه سوي هم وای . اوس نو اروپايان په مالي بازارو کښي د آرامۍ آرزو لري .

د ايروپه زون کښي د ډير ثبات په خاطر ډيره همدردي او همکاري . په همدغه توضيح او اعلام سره په بروکسل کښي د اروپايي ټولني دولتي او حکومتي مشران پر دې سره يو سول ، چه د 2013کال څخه به يو دومداره بحراني ميکانيزم جوړيږي . دا به د ايرو دموجوده ژغورونکي پروګرام ځای په يوه ثابت او حقوقي اساس سره تبديل کي . د همدې تغير په خاطر د جرمني په غوښتنه د لزبن په تړون کښي يو کوچنی تغير هم راوارد سو ، چه صدراعظمي انګيلا ميرکل ورڅخه رضاييت ښکاره کی .

«شورا هغه څه فيصله کړه ، چه موږ په نظر کښي نيولي وه ،او ځکه به نو هغه بريالۍوي .»

پدې ډول نود موجوده ژغورونکي پروګرام د 750 مليارډه ايرو دپاره عوضي مقررات او تدابير رامنځته سول ، چه تر اوسه پوري د ايرو د زون يوازني هيواد ،آيرلنډ ورڅخه استفاده کړيده . ايرلنډ په نوامبر کښي د 85 مليارډه ايرو غوښتنه کړېوه .

EU Belgien Brüssel Treffen Gipfel Finanzkrise Merkel Sarkozy
انځور: AP

نوی دومداره بحراني ميکانيزم به امکان لري د مالي لحاظه نور هم ښه تمويل سي . انګيلا ميرکل د هغه مهم ټکي دا بولي چه ،

« هغه د ايرو د زون يو ميکانيزم دی . د هغه څخه به هغه وخت استفاده کيږي چه د ايرو د زون ثبات په خطر کښي لويږي ، او د توافق په صورت کښي بين امللي وجهي صندوق IWF- هم پکښي راګډيږي . »

سربيره پر هغه کيدای سي چه خصوصي مالي شرکتونه هم پکښي را ګډ سي . همدارنګه به داروپايي ټولني هغه هيوادونه چه ايرو نه پکښي چليږي ، د خپلي غوښتني پر اساس په هغه کښي برخه اخلي . خو تر ټولو دمخه اروپايان غواړي چه په راتلونکو کلو کښي د بحراني ميکانيزم څخه هيڅ استفاده ونسي ، او هيڅ هيواد پوروړی نسي .

د نوي دومداره بحراني ميکانيزم پر مقرراتو باندي به په جزيياتو سره د راتلونکي کال تر شروع پوري کار وسي ، تر څو په 2013 کال کښي عملي سي . د هغه د تمويل په خاطر تر اوسه پوري ارقام او اعداد وجود نلري ، خو يو شی معلوم دی ، چه هغه به په هيڅ صورت د ايرو تر ژغورونکي پروګرام کوچنی نه وي .

EU Belgien Brüssel Treffen Gipfel Finanzkrise Krise Euro
انځور: AP

په بروکسل کښي د ايرو د ثبات پر موضوع سربيره د اروپايي ټولني خارجي سياست ته هم يو لږ وخت پاته ؤ . د سرمشريزي په آخره کښي اروپايي مشرانو فيصله وکړه ، چه مونتي نيګرو به د اروپايي ټولني د غړيتوب رسمي کانديد سي .

د بالکان دغه کوچنی هيواد تر خپل استقلال 2006 کال پوري په يګوسلاويا او وروسته په صربستان پوري اړه درلوده .

د اروپايي ټولني عالي کميسار خوزې مانوييل باروسو د هغه په باب وايي ،

« داددې يو جدي زيګنال دي ، چه موږ د بالکان په سرنوشت باندي ځانونه مکلف بولو . »

داچه څه وخت به د هغه د شامليدو خبري شروع کيږي ، هغه لا معلومه نده . د اروپايي ټولني د غړيتوب نور کانديدان صربستان ، کروشيا ، ترکيه او آيسلنډ دي .

سربيره پر دې د اروپايي ټولني خارجه وزيري کاترين آشتون د ټولني د مهمو ستراتيژيکي انډيولانو ،امريکا ، چين او روسيې په باب خپل اساسي رپوټ هم وړاندي کی .

سوزانه/ محمد قاسم نوري

کتونکی : احمد ولي اڅکزی