1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولني له سپيني روسيې څخه خپل سفيران ورغوښتي دي

۱۳۹۰ اسفند ۱۰, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/14BuG

د اروپايي ټولني له خوا پر سپيني روسيې باندي د نوو بنديزونو لګول د بروکسل او منسک تر منځ ډيپلوماتيکي مناسبات په ښکاره ډول سره نور هم خراب کړل.

د اروپايي ټولني هيوادو په يوه ګډ عمل سره له سپيني روسيې څخه خپل سفيران وروغوښتل. تر دې دمخه جمهوررئيس الکساندر لوکاشينکو د نوو بنديزونو په مقابل کي د احتجاج له کبله له پولينډ او بروکسل څخه خپل سفيران ورغوښتي وه او د اروپايي ټولني او پولينډ له نمايندګيو څخه ئې غوښتي وه چي له سپيني روسيې څخه ووزي.

اروپايي ټولني پرون سه شنبه د سپيني روسيې پر څو قاضيانو او پوليس افسرانو باندي، ټولني ته پر سفر د ممانعت بنديز لګولی دئ.