1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنې او آلمان پر کردانو د ترکیې بريد غندلی

۱۳۹۸ مهر ۱۸, پنجشنبه

آلمان او اروپايي ټولنه په هغه ډله کې شامل دي چې د سوریې په شمال کې یې د ترکيې د پوځي مداخلې غندنه کړې. ترکیې د چهار شنبې په ورځ دغه عمليات پيل کړل. ډیر شمیر هیوادونه په دې غور کوي چې د ترکیې دې اقدام ته څه غبرګون وښيي.

https://p.dw.com/p/3R0ml
Militäroffensive der Türkei in Nordsyrien
انځور: Getty Images/B. Kara

د سوریې په شمال کې د چهار شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ م کال د اکتوبر میاشتې ۹مه نیټه) پر کردانو د ترکیې له خوا د پوځي عملياتو له پېل سره پر دغه هېواد سخت انتقادونه وشول. ډېری هېوادونه او نړيوالو سازمانونه اوس پر متقابلو اقداماتو غور کوي چې په هغه کې پر ترکیې د پوځونو تر راايستلو پورې د بندیزونو د لگولو امکان هم شامل دی.

د اروپا غبرگون

د اروپايي ټولنې د کميسيون مشر ژان کلورد يونکر، پر ترکیې غږ کړی چې عمليات دې ژر تر ژر ودروي او له ټولو اړخونو څخه یې د زغم غوښتنه کړې ده. نوموړي همدا راز پر دې هم ټينگار وکړ چې اروپايي ټولنه به د سوریې په خاوره کې د «خوندې ساحې» د رامنځته کولو په برخه کې مالي مرسته ونه کړي.

يونکر په بروکسل کې د اروپايي پارلمان غړيو ته وويل: «که د ترکیې په پلان کې د يوې په اصطلاح خوندي ساحې رامنځته کول شامل وي نو له اروپايي ټولنې څخه دې یې د مالي تمويل تمه نه کوي»

د آلمان د بهرنيو چارو وزير هایکو ماس، هم په سوريه کې دغه تهاجمي عمليات «په سختو ټکو» وغندل او د ترکیې پر حکومت یې د عملياتو د ختمولو او د خپلو امنيتي موخو په سوله ایزه توگه د تعقیبولو غږ وکړ.

ماس په برلين کې وويل: «ترکيه په دې توگه د داعش د بيرته راتلو خطر زياتوي او د سيمې لا بې ثباته کيدو ته زمينه برابروي.» هغه زياته کړه چې د ترکیې دا کړنه کيدای شي يو بشري ناورين او د مهاجرو يوه نوې څپه رامنځته کړي.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير ژان –ايف لو دراين، هم د تويتر له لارې دغه بريد غندلی دی، په داسې حال کې چې د هغه بريتانوي سيال دومينک راب، پر دې عملياتو «جدي انديښنه» څرگنده کړې ده.

د ترکیې «مشروع انديښنې»

د ملگرو ملتونو امنيت شورا اعلان کړې چې د پنجشنبې (د اکتوبر ۱۰ نيټه) په ورځ د آلمان، فرانسې او بريتانيا په غوښتنه يوه بيړنۍ غونډه کوي څو د دې عملياتو په هلکه پکښې سلامشوره ترسره کړي. په دې ترڅ کې د امنيت شورا مشر جيري ميتيوز پر ترکیه د «ملکيانو د محافظت» غږ  وکړ.

د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبيرگ ويلي چې د ترکیې «مشروع امنيتي انديښنې» درک کوي خو پر دغه هېواد ېې د «زغم» څخه د کار اخيستو غږ کړی.

عربي هېوادونو چې سعودي عربستان، متحده عربي امارتو مصر، بحرين، کويت او عراق پکښې شامل دي، د سوریې له حاکميت څخه سرغړونه غندلې ده. عرب ليگ هم په پام کې لري چې د شنبې په ورځ د دغه پوځي عملياتو په اړه مشورې وکړي.

گډ دښمن

په امريکا متحده ایالاتو کې د وضعيت په اړه د ديموکراتانو او جمهوري غوښتونکو ترمنځ يو بې ساري سياسي يووالی ترسترگو کيږي. د ديموکرات او همدا راز د جمهوري غوښتونکي گوند سناتوران د هغه پريکړه ليک په برخه کې سره همکاري کوي چې د ترک مشرانو ټولې شتمنۍ به گنگل کړي او په سملاسي توگه به پر ترکیې د امريکايي وسلو پلور ودروي.

که چېرې دغه پريکړه ليک تصويب شي نو کيدای شي چې د هغو هېوادونو له پاره هم پکښې تحريمونه په نظر کې نيول شوي وي چې پر ترکیې وسله خرڅوي.

يو شمير سياستوالو د امریکايي ولسمشر دونالد ترمپ، پر هغې پریکړه نیوکه کړې ده چې له مخې څخه یې له سوریې څخه امریکایي سرتیري وایستل شول. د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين بیا د چهار شنبې په ورځ د ترکیې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره د يوې تليفوني تماس په ترڅ کې هغه ته ويلي چې د دغه پلان په اړه «ډېر غور» وکړي څو دا د سوریې د لانجې د حلولو هڅې زیانمنې نه کړي.

bs/ms (AP, AFP, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: