1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنې د هنګرې پر ضد سخت تدابیر ومنل

۱۳۹۷ شهریور ۲۱, چهارشنبه

د اروپا پارلمان غړو د هغه وړاندیز ملاتړ وکړ چې پر هنګري بندیزونو ته لار اواروي. د دې هیواد پر اوسني حکومت باندې پر رسنیو د فشار اچولو، د غیر دولتي سازمانونو هدف ګرځولو او د خپلواکو قاضیانو ګوښه ولو تورونه لگول شوي دي.

https://p.dw.com/p/34lhs
EU-Parlament für Sanktionsverfahren gegen Ungarn
انځور: Reuters/V. Kessler

د اروپا پارلمان غړو د چهارشنبې په ورځ د هغو تدابیر په حق کې رایه ورکړه چې د هنګري پر حکومت باندې د دیموکراسۍ د زیانمنولو او د اروپایي ټولنې د اساسي ارزښتونو په مراعتولو کې پاته راغلی دی.

د اوومه ماده کې د عملي کولو له پاره د تدابیرو په اړه رای اچوونې کافي ملاتړ ترلاسه کړ او په دې ترتیب سره دغه تدابیر د ۴۴۸ مثبتو او ۱۹۷ منفې رایو په ترلاسه کولو سره تصویب شول. ۴۸ رایې بیا و نه کارول شوې. دغه اقدام په دې معنی دی چې د هنګري د لومړی وزیر ویکتور اوربن حکومت کیدای شي چې په اروپايي ټولنه کې خپل د رای حق له لاسه ورکړي.

هنګرې د پریکړې د بدلولو ژمنه کړې

تر رای اچوونې لږ وروسته، د هنګري د بهرنیو چارو وزیر پیتر سزیجارتو، وویل چې دا د بوداپست د مهاجرت په اړه د سختو قوانیو له کبله غچ ته ورته یو اقدام وو. هغه وویل چې هیواد یې اوس داسې قانونې لارې ارزوي چې دغه پریکړه بدله کړي. د هغه په خبره کې نه کارول شوې رایې حساب شوي وای نو د رای اچونې پایله به بل ډول وای.

دغه پریکړه څه معنی لري: تصویب شوي تدابیر سمدستي هنګري ته جزایي اقدامات نه ورکوي، بلکي د بندیزونو رامنځ ته کیدو ته لار اواروي. دا پریکړه دا معنی هم لري چې هنګري ته به د اروپايي ټولنې د ارزښتونو د تر پښو لاندې کولو له کبله رسمي اخطار واستول شي.

اوومه ماده څه معنی لري؟ د لیزبون تړون اوومه ماده د اروپايي ټولنې د غړي هیواد پر وړاندې بندیزونو ته لار اواروي او د دې لامل هم کیدای شي چې دغه غړی په اروپايي ټولنه کې خپل د رای اچونې حق له لاسه ورکړي. دغه ماده هغه وخت عملي کیدای شي چې د اروپايي ټولنې یو غړی «انساني کرامت، آزادي، دیموکراسي، مساوات، د قانون حاکمیت، د بشري حقونو احترام چې پکښې د لږکیو غړي هم شامل دي» له پامه وغورځوي.

د اروپايي ټولني او هنګري تر منخ ترینګلتیا: د هنګري لومړي وزیر د سه شنبې په ورځ وویل چې اروپايي ټولنه ځکه هنګري هدف ګرځوي چې دغه هیواد د اروپايي ټولنې د تقسیم له مخې مهاجر ومني. که څه هم بروکسل او بوداپست څو وارې د مهاجرو پر سر اختلافات لرلي دي، خو د چهارشنبې ورځې رای اچونه د مهاجرو له کبله نه، بلکي په هنګري کې د دیموکراسي د وضعیت په اړه وه. 

تاریخي رایه: دا لومړی ځل دی چې اروپايي پارلمان دغه ماده عملي کوي. تیرکال اروپايي کمیسیون دغه ماده د پولند پر ضد د دې هیواد د قضایي اصلاحاتو له کبله عملې کړې وه.

اوس به څه وشی: دا پریکړه به اوس د اروپايي ټولنې مشرانو ته د تایید له پاره واستول شي. خو د دې له پاره چې د هنګري د رای حق واخیستل شي باید ټول غړي مثبته رایه ورکړي. تمه کیږي چې پولند به د دې کار مخه ونیسي.