1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنې د ۱۴ هيوادو اتباعو ته بيرته د سفر اجازه ورکړې

۱۳۹۹ تیر ۱۰, سه‌شنبه

اروپايي ټولنه غواړي د کرونا له کبله لگول شوي د سفر بندیزونه د امريکا او ځينو نورو هېوادونو له پاره پر ځای پريږدي. خو د ۱۴ نورو هېوادونو اتباعو ته د جولای مياشتي له لومړۍ نیټې څخه اروپايي ټولنې ته د سفر اجازه ورکول کیږي.

https://p.dw.com/p/3eYf1
Polizeikontrolle - Einreise  am Frankfurter Flughafen
انځور: picture alliance/dpa/M. Becker

د آلمان خبري آژانس د دوشنبې په ورځ د (د جون ۲۹ نیټه) د اروپايي ټولنې د ديپلوماتانو تر يوې اړوندې پريکړې وروسته خبر ورکړ چې د جولای میاشتې له لومړۍ نیټې څخه به د ۱۴ هېوادونو وگړي اروپايي ټولنې ته داخليدو اجازه ولري.

په دغو هېوادونو کې الجزاير، آسترليا، گورجستان، جاپان، کاناډا، مراکش، مونتنيگرو، نوی زيلاند، رواندا، صربستان، جنوبي کوريا، تايلند، تونس او يوروگوای شامل دي.

ويل شوي دي چې د چين اتباعو ته به هغه وخت اروپايي ټولنې ته د سفر اجازه ورکړل شي چې په بدل کې یې دغه هېواد د اروپايي ټولنې پر اتباعو د سفر محدوديت لغوه کړي.

د هسپانيا د بهرنيو چارو وزيرې ارانچا گونسالس د دوشنبې په سهار لا ويلي ول چې تر سه شنبې ورځې پورې به د هغو هېوادونو نوملړ چمتو شي چې د کوويد ۱۹ ناروغۍ له درکه ډاډمن گڼل کيږي.

ښايي په دې اړه به رسمي پريکړه نن، سه شنبه وشي. دا چې په اړه به يې د اروپايي ټولنې د هېوادونو اړين اکثريت ترلاسه کړل شي، دا خبره ډاډمنه ده ځکه که داسې نه وای نو بيا به د اروپايي ټولنې د پريکړې له پاره اړونده پروسه نه وای پيل شوې. خو که چیرې دا يوازې د اروپايي ټولنې له خوا يوه لارښوونه وای نو بيا به یې د اروپايي ټولنې د غړيو له پاره عملي کول الزامي نه وای، ځکه د سرحدونو پرانیستل او تړل د هر هېواد خپل اختيار دی. 

خو اروپايي ټولنه پر يوه همغږي چلن ټينگار کوي څو داسې ونه شي چې د يوه دريم گړي هېواد مسافرين د اروپايي ټولنې يوه غړي هېواد ته سفر وکړي او بيا وکولی شي د شينگن په ساحه کې آزاد تگ راتگ وکړي، په داسې حال کې چې ځينې هېوادونه لا د کرونا محدوديتونه لري.

د نويو مثبتو پېښو شمير پريکړنده دی

د اروپايي ټولنې د دې پريکړې پر اساس په راتلونکي کې د سفر د محدوديتونو د نرمولو له پاره تر سفر د مخه په دوو اوونيو کې د کوويد ۱۹ د نويو مثبتو پېښو شمير پريکړنده دی. پر دې سربیره له دې وبا سره د يوه هېواد چلن هم مهم نقش لري.

په دقیقه توگه داسې په پام کې نيول شوي چې په تیرو دوو اوونيو کې په يوه سيمه کې په ۱۰۰ زرو وگړو کې د نويو «پېښو شمير ۱۶ او يا تر دې ټيټ وي.» د نويو مثبتو پېښو تمايل د تیرو ۱۴ ورځو مودې په مقايسه بايد «باثباته او يا مخ پر کمیدو وي.»

د امريکا او روسیې وگړي لا هیڅ چانس نه لري

د هغو هېوادونو اتباع چې کرونا سخت ځپلي دي لکه امريکا متحده ايالات او روسيه اروپا ته لا د سفر اجازه نه لري. په دغو هېوادونو کې په تیرو ۱۴ ورځو کې په هر۱۰۰ زرو نفرو کې له ۶۰ تر ۱۲۰ مثبتې پېښې ثبت شوي دي. د برازيل او سعودي عربستان په اړه د اروپايي ټولنې د روغتيا ادارې له خوا ترسره شوي پلټنې په حواله په دغه هېوادونو کې آن تر۱۲۰ زياتې پېښې ثتب شوي دي.

د ويروس د خپريدو پرمختگ په پام کې نیولو سره به د سفر محدوديتونه په منظم ډول ارزول کيږي. دا پوښتنه به هم مطرح کيږي چې آیا د اروپايي ټولنې اتباع دغو دريم گړو هېوادونو ته د سفر اجازه لري او که نه. د مثال په توگه چين په مقايسوي ډول پر لږو پېښو سربیره هم د بهرنيانو پر ورتگ بندیز لگولی.

د کرونا ويروس د خپريدو د مخنيوي په موخه د مارچ مياشتې په نيمايي کې له ايرلند پرته د اروپايي ټولنې ټولو هېوادونو او همدا راز هغو اروپايي هېوادونو لکه سويس، ناروې، لشتن شتاين او ايسلند چې په اروپايي ټولنه کې شامل نه دي، پر دې توافق وکړ چې پر غیرو اړينو سفرونو بندیز ولگوي.

bs/nz (dpa, rtre,afp)

زموږ له آرشيف څخه: