1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنې په ليبيا کي ټاکنې ستایلي دي

۱۳۹۱ تیر ۱۸, یکشنبه
https://p.dw.com/p/15TaT

په ليبيا کي د څو لسیزو وروسته د لومړي ځل له پاره تر سره کېدونکي آزادي ټاکنې بې له کومو جدي پيښو پای ته رسېدلي دي. د لومړنيو راپورونو له مخي په دغو ټاکنو کي څه باندي شپېته فيصدو د رايه اچونې حق درلودونکو خپلې رايي کارولي دي.

دغه ټاکنې د هغې دوه سوه کسيزي ملي شورا له پاره تر سره سوې دي چي د هيواد له پاره به نوی اساسي قانون جوړوي. د شورا د ۲۰۰ چوکيو له پاره څه باندي ۳۷۰۰ کسانو ځانونه کانديد کړي ول. دغه شورا به د پاڅون د ملي شورا څخه چي پخوانی ولسمشر معمر القذافي ئې راپرځولی وو، واک تر لاسه کړي.

قذافي تېر کال په ليبيا کي د تېښتي پر وخت وژل سوی وو. اټکل کيږي چي د دغو ټاکنو لومړۍ پايلې به د دوشنبې په ورځ اعلان کړل سي. د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو مسئولي کاترين اشتون د ليبيا د شورا ټاکنې ستايلي دي او په دغه هيواد کي ئې د نوي دموکراتيکي دورې له پېل سره تشبيح کړي دي.