1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«اروپايي پولیس د اوږدې مودې له پاره په افغانستان کې پاتیږي»

میرویس جلالزی/ کابل۱۳۹۲ خرداد ۲۶, یکشنبه

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د پولیسو د ماموریت مشر کارل اوکه ویلي دي چې د افغان حکومت اړتیاوو ته په کتو سره دوی پلان نه لري چې ژر له افغانستان څخه ووځي.

https://p.dw.com/p/18qkA
انځور: DW

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پولیسو د ماموریت (EUPOL) مشر کارل اوکه (Karl Ake Roghe) په خبره چې اروپايي ټولنه په یوه داسې پلان کار کوي چې د یوې بلي اوه کلني دورې لپاره خپل افغان ماموریت ته نوره بودجه بیله کړي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولني د پولیسو مشر کارل اوکه له دویچه ویله سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې دوی د افغانستان له پاره د میلیونونو ډالرو په ارزښت پروژې په لاره اچولي دي او تر څنګ یې د افغانستان له پاره د مرستو د اوږد مهالې ژمنې سره دغه هیواد ته راغلي دي.دا په داسې حال کې ده چې د ناټو جنګي سرتیري له افغانستان څخه وتلو ته چمتو والی نیسي.

د نوموړي په خبره د اروپايي ټولنې پولیس د افغانستان د کورنیو چارو له وزارت سره په ګډه د پولیس کدرونو په روزلو بوخت دي او هغه ګنګوسي یې رد کړلې چې ګواکې دوی خپل تعلیمي ماموریت یا په ټپه دروي او یا د خپلو کارکوونکو شمیر کموي. هغه زیاته کړه:

«دا د افغانستان د پولیسوله پاره یوه حیاتي او مهمه مسله ده چې له ۲۰۱۴ کال وروسته هم نړیوال ملاتړ ولري، اروپایي ټولنه دې ته ژمنه ده چې د ۲۰۱۴ کال وروسته هم د اوږدې مودې له پاره په افغانستان کې حضور ولري تر څو له افغان پولیسو سره مرسته وکړي.»

د اروپايي ټولنې پولیس چې له ۲۰۰۷م کال راهیسې یې په افغانستان کې په کار پیل کړی دی، دمګړۍ د افغانستان په بیلا بیلو ولایتونو کې فعالیت کوي چې تر ډیره بریده د پولیس کدرونو لکه امنیه قوماندانانو، څارنوالانو، د پولیسو مشرانو او د جنايي پرسونل په روزلو بوخت دي.

د ښاغلي کارل اوکه په وینا چې څه موده دمخه د دوی ماموریت د ۲۰۱۴ کال د دسمبر میاشتي پورې غځول شوی دی. د اروپايي ټولنې د پولیسو د ماموریت EUPOL په چوکاټ کې شاوخوا ۳۵۰ تنه پرسونل دمګړۍ په افغانستان کې په کار بوخت دي.

که څه هم د افغان پولیسو وړتیا ته د شک په سترګه کتل کیږي، خو کارل اوکه وایي چې افغان پولیس، پروني پولیس نه دي، بلکې پر یوه داسي ځواک باندې د اوښتو په حال کې دي چې په بشپړه توګه کاري وړتیا لري:

«زه د افغان پولیسو د روزلو په اړه ډیر مثبت احساس لرم، زه ویلای شم چې افغان پولیسو اوس ډیرې مثبتي تجربي تر لاسه کړي دي. ما له افغان پولیس چارواکو سره او همدا راز له خپلو مامورینو سره خبرې کړي او هغوی ټول وایي چې افغان ملي پولیسو ډیر ښه پرمختګ کړی دی.»

دا په داسي حال کې ده چې د امنیت د ا نتقال وروستی پړاو د پلي کیدوپه درشل کې دی. د کورنیو چاو وزارت ویاند صدیق صدیقي، ویلي دي چې افغان پولیس ځواک د امنیت د لیږد برنامې ته پوره چمتو والی لري او له پوځيانو سره په ګډه هڅه کوي د اورپکو بریدونه وځپي. خو آیا دا د افغان پولیسو دنده ده چې له زور پا لو سره په مخامخ نښتو کې برخه واخلي.

د اروپايې اتحادیې د پولیسو د ماموریت مشر د افغان پولیسو له دغه ماموریت څخه اندیښمن دی. هغه وايي دا چې دوی افغان پولیس له ملیشه یي او جنګي حالت څخه ملکي برخې ته را ګرزوي، ډیر وخت ته اړتیا لري او د دوی پر وړاندي تر ټولو ستونزمنه چاره ده:

«زمونږ پر وړانډې تر ټولو لویه ستونزه د پولیسو د انتقال پروسه ده، هغه په دې معنی چې پولیس له نظامي بڼې څخه ملکي ته واړوو. فساد هم یوه لویه ستونزه ده، دا د افغانستان د خلکو له پاره یوه مهمه مسله ده چې ملکي پولیس ولري، نه هغه پولیس چې په جګړو کې د پوځيانو په څير ښکیل وي.»

د اروپايي ټولنې پولیس پر داسي مهال له افغانسان سره په خپلو اوږد مهالو مرستو ټینګار کوي چې د پولیسو له لیکو څخه د تیښتېې او په د هغوی په تشکیلاتو کې د مالي او ادارې فساد د انديښنو په اړه رپوټونه ورکول کیږي.