1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي کمېټې د مهاجرو د منلو نوي قواعد تصويب کړل

۱۳۹۶ مهر ۲۷, پنجشنبه

د اروپايي اتحاديې د پارلمان اړونده جرګه ګۍ د پناه غوښتونکو د منلو له پاره نوي قواعد تصويب کړل. په اروپايي اتحاديه کي د پناه غوښتنې د قانون د نوي کولو دا لومړۍ مرحله ده.

https://p.dw.com/p/2mAeL
Frankreich EU-Parlament in Straßburg
انځور: picture-alliance/AP Photo/EBS

په اروپايي اتحاديه کي د پناه غوښتني په قوانينو کي تعديل او د نوو قوانينو اضافه کېدنه پلان سوې ده. په دې ترڅ کي د اروپايي اتحاديې د پارلمان يوې جرګه ګۍ د پناه غوښتونکو د منلو په تړاو د نوو قواعدو يوه مسوده تصويب کړې ده. دغه تصويبېدنه په اروپايي اتحاديه کي د پناه غوښتني د نوو قواعدو د رامنځ ته کولو پر لور لومړی پارلماني ګام بلل کيږي.

د اروپايي اتحاديې په پارلمان کي د ملکي حقونو له پاره مسؤلې جرګه ګۍ د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر ۱۹مه نېټه) د نوو قواعدو ياده مسوده تصويب کړه. دغه نوي قواعد په اروپايي اتحاديه کي دننه د غړو هيوادونو تر منځ د مهاجرو د ويشلو په تړاو دي. د دغه وېش له پاره به د غړو هيوادونو د نفوس او د کلني خالص عايد پر اساس د سهميې اندازه رامنځ ته کړل سي چي له مخي به يې بیا پر دغو هيوادونو مهاجر ويشل کيږي. اړونده غړي هيوادونه به بيا مکلف وي چي دغه شمېر مهاجر ومني.

«روښان قواعد»

د يادو نوو قواعدو د رامنځ ته کولو مقصد دا دی چي د دې وروسته د اروپايي اتحاديې پر ټولو غړو هيوادونو د خپل استطاعت سره سم د خپلې سهميې بار ولويږي. دغه قواعد په زياته د هغو هيوادونو له پاره مهمه دي چي له دې څخه شکايت کوي چي د مهاجرت د بحران اکثريت بار يې پر اوږو دی ولي چي ورته تر تولو هيوادونو زيات مهاجر مخه کوي.

د اروپايي اتحاديې هغه غړي هيوادونه چي د سهميې له مخي ورته ټاکل سوی شمېر مهاجر نه مني، پر هغوی به د اروپايي اتحاديې له خوا مالي مرستي بنديږي. د سوېډن د آزاد ليبرال ګوند سياستوالي سيسيليا ويکشتروم، ويلي دي چي هدف دا دی چي د پناه غوښتنې له پاره په ټوله اروپايي اتحاديه کي داسي قوانين رامنځ ته سي چي «روښان قواعد» ولري او پر اشتراک، همکارۍ او پېوستون ولاړ وي.

دغه نوی قانون به د دبلن په نوم تړون ځای ونيسي. د دبلن د تړون له مخي پناه غوښتونکي چي د اروپايي اتحاديې د کوم غړي هيواد له لاري اروپا ته راداخل سوي وي، نو هلته به د پناه غوښتنه کوي. د ياد تړون له مخي که يو پناه غوښتونکی د يو اروپايي هيواد له لاري اروپا ته راداخل سي او وروسته په بل اروپايي هيواد کي د پناه غوښتنه وکړي، نو دويم هيواد حق لري چي د ځانګړې پروسې له لاري دغه مهاجر بېرته لومړي اروپايي هيواد ته ولېږدوي.

«امنيتي ارزونه»

خو د دبلن تړون هغه هيوادونه لکه يونان او ايتاليا تر سخت فشار لاندي راوستل، چي ورته زیات شمېر مهاجر داخل سول. زياتره د کښتۍ له لاري راتلونکي مهاجر همدغو دوو هيوادونو ته ورځي.

د تصويب سوو قواعدو له مخي به هر هغو څوک چي د پناه غوښتنې په نيت اروپا ته راداخل کيږي، «امنيتي ارزونه» به يې کيږي. د دې تر څنګ به دا هم کتل کيږي چي ايا دغه کسان د پناه تر لاسه کولو چانس لري که نه. په پام کي نيول سوې چي پناه غوښتونکي به په لومړي سر کي هغه اروپايي هيواد ته لېږدول کيږي، چيري چي يې خپلوان تر مخه لا موجود وي او یا ورته «تړاونه» وي لکه چي يو وخت يې هلته تحصيل کړي وي او داسي نور.

د اروپايي اتحاديې د پارلمان يادي جرګه ګۍ په لوی اکثريت سره دغه قواعد تصويب کړل. په دې ترڅ کي ۴۳ استازو د دغه په حق کي او ۱۶ يې پر ضد رايي واچولې. د قواعدو دغه مسوده به په نوامبر کي ټولو استازو ته د رايه اچونې له پاره وړاندي سي او پر اساس به يې پارلمان د اروپايي اتحاديې د شورا سره خبري اتري وکړي. شورا لا تر اوسه په دې تړاو خپل دريځ نه دی تصويب کړی.