1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپایانو د ګولان هسکو په اړه د ترمپ اقدامات په کلکه رد کړل

۱۳۹۸ فروردین ۷, چهارشنبه

د اروپايي ټولنې پنځو غړو هیوادونو چې اوس د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې څوکۍ لري، خپل دریځ په بشپړه توګه روښانه کړی دی. هغوی ویلي دي چې که څه هم امریکا بل ډول پریکړه کړې، خو د ګولان هسکې د سوریې قلمرو پاتیږي.

https://p.dw.com/p/3Fk0X
Syrien Israel Golanhöhen
انځور: Reuters/A. Awad

امریکا متحده ایالاتو ته خطاب د آلمان، بيلجیم، فرانسې، بریتانیا او پولند په یوې ګډې اعلامیې کې راغلي دي چې دغه هیوادونه د ګولان هسکې د سوریې قلمرو ګڼي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د دوشنبې په ورځ د ګولان هسکې د اسرائیلو د خاورې د برخې په توګه په رسمیت و پیژندلې.

په ملګرو ملتونو کې د دغو پنځو هیوادونو د سفیرانو په یوې ګډې اعلامیې کې راغلي دي: «په جبري توګه د یوې سیمې الحاق د نړیوالو حقوقي موازینو خلاف دي.»

په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې د سرحدونو د بدلولو په اړه هر ډول یو اړخیزه اعلان د ملګرو ملتونو د منشور خلاف اقدام دی. دغو سفیرانو ویلي دي چې پر سیمه باندې د ترمپ د پریکړې د اغیزو له کبله «ډیر اندیښمن» دي.

د ملګرو ملتونو نورو غړو هم د امریکا متحده ایالاتو پر دې نوې پریکړې باندې نیوکې کړي دي. د اندونیزیا یوه استازي دغه کار «په بشپړه توګه د نه منلو وړ» بللی دی. کویت او سویلي افریقا هم د اسرائیلو د قلمرو په توګه د ګولان هسکو په رسمیت پیژندل په جدي توګه رد کړي دي.

د ملګرو ملتونو کلک غبرګون

ملګرو ملتونو هم د یوه سازمان په توګه د دوشنبې په ورځ د ترمپ تر اعلان وروسته خپل موقف روښانه کړ. د دې سازمان ویاند ستیفان دوجاریک، وویل چې ملګري ملتونه د امریکا متحده ایالاتو د اقداماتو له پام کې نیولو پرته پر خپل قانوني موقف باندې ټینګار کوي.

هغه زیاته کړه چې د دې سیمې الحاق باطل دی او د نړیوالو قانونو له مخې بې اغیزې اقدام دی. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش، هم پر همدې خبرې باندې ټینګار کړی دی.

تر دې مخکې د ترمپ ادارې له خوا د دې موضوع اعلان هم د ایران او ترکیې په ګډون ځينو هیوادونو کلکې نیوکې راپارولې وې. دا په داسې حال کې ده چې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو، د دونالد ترمپ دغه پریکړه تاریخي بللې ده.

ms/nz (afp, rtre, ape)