1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپایي ټولنې له افغانستان سره بیړنۍ مرستې دوه چنده ډېرې کړي

۱۳۹۸ آبان ۳۰, پنجشنبه

اروپایي اتحادیې له افغانستان سره سږ کال خپلې بیړنۍ مرستې ۷۷ میلیونه یورو ته لوړې کړي دي. د اروپایي اتحادیې کمیسیون د پنجشنبې په ورځ وویل چې د مرستو د ډیروالي دلیل په افغانستان کې «د بشري وضعیت خرابیدل» دي.

https://p.dw.com/p/3TTdj
Afghanistan Flüchtlinge
انځور: DW/S. Tanha

اروپایي اتحادیې د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د نومبر ۲۱مه) په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې له افغانستان سره نورې ۴۰ میلیونه یورو اضافي مرستې د روغتیا په برخه کې د عاجلو خدماتو، سرپناه، د څښاک د پاکو اوبو او د ماشومانو او د ښځو د ساتنې له پاره ځانګړې شوي دي.

د دغو مرستو ۸۰ سلنه مستقیما افغانستان ته ورکول کیږي او باقې پاتې یې ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان ته ځانګړې شوي چې دغه دواړه هیوادونه په ګډه د شپږ میلیونو افغان مهاجرو کوربتوب پر غاړه لري.

د اروپایي اتحادیې د کمیسیون د بشري مرستو کمشنر کریستوس ستایلیانیدس، ویلي دي: «د روان میلادي کال له پېل راهیسې نه یوازې د حکومت او غیر دولتي وسلوالو ډلو تر منځ جګړې زور اخیستی بلکې ویجاړونکو سیلابونو هم دغه جګړه ځپلي هیواد ته زیان اړولی.»

sr/bs (afp)