1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپایي کمیسیون: د شینگن ویزې ترلاسه کول باید اسانه شي

بریښنا صابر (دویچه ویله)۱۳۹۳ فروردین ۱۳, چهارشنبه

اروپايي کمیسیون غواړي د اروپايي ټولنې د غړو هیوادونو تابیعت نه لرونکو وگړو ته د ویزې د ترلاسه کولو بهیر اسانه کړي. له دې سره به دې ټولنې ته لا ډیر سوداگر او سیلانیان راجذب شي. خو سیاستوال په دې اړه بیلابیل غبرگونونه لري.

https://p.dw.com/p/1BaIP
انځور: picture-alliance/dpa

د اروپايي کمیسیون د کورنیو چارو کمیسارې سیسلیا مالمستروم، د سه شنبې په ورځ په بروکسل کې د ویزې د ترلاسه کولو په بهیر کې د اسانتیاوې د راوستلو پلان وړاندې کړ. په دې پلان کې د وړاندیز شويو اصلاحاتو له مخې به د شینگین د ویزې د ترلاسه کولو موده له ۱۵ ورځو څخه ۱۰ ورځو ته رالنډه شي.

د دې تر څنگ به هغو کسانو ته چې اروپا ته په منظمه توگه سفر کوي د درو کلونو له پاره د څو ځلي سفر ویزې ورکړل شي. په وړاندیز کې یو بل نوښت دا دی چې په راتلونکې کې به سرحدي کنترولي غرفې د لنډې مودې د ویزو د ورکولو اجازه ولري.

دغه گام به د توریزم په وده کې مرسته وکړي. خو یو شمیر سیاستوال پر دغه پلان باندې نیوکه کوي. د هغوی له ډلې څخه یوه یې مونیکا هولمایر، ده. هغې له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «د ویزې د ترلاسه کولو له کړندۍ پروسې څخه به ناوړه گټه پورته شي.» هولمایر په دې آند ده چې دغه مقررات به توریزم ته نه بلکې جنایتونو ته وده ورکړي.

د زرغونو گوند بدلونونو مثبت بولي

د زرغونو د گوند د اروپا سیاستواله سکا کیلر، په دې اړه بل ډول نظر لري. نوموړې له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «د ویزې د آسانتیاو څخه په تر ټولو زیات سوداگر او سیالانیان گټه پورته کړي. دا ډیر ښه وړاندیزونه دي او موږ ورته له ډیر وخت راهیسې سترگې په لار وو.»

د ویزې د ترلاسه کولو په بهیر کې د اسانتیاو راوستل باید پر اقتصاد باندې مثبتې اغیزې واچوي. د اروپايي ټولنې چارواکي اټکل کوي چې هوټلونه، رستورانتونه او پلورنځایونه به شاوخوا ۱۳۰ ملیارده یورو زیات عایدات ولري او د توریزم په برخه کې به ۱،۳ ملیونه نوي د کار ځایونه پیدا شي.

د زرغونو د گوند سیاستواله کیلر، وايي: «زموږ له نظره مهمه دا ده چې دغه بدلونونه به د هغو کسانو له پاره هم گټه ور وي چې اروپا ته سفر کول غواړي او تر اوسه د ډيرو خنډونو له امله په دې کار باندې نه دي توانیدلي.» کیلر په دې اړه خوښي څرگنده کړه چې د بهرنیانو له پاره د روغتیايي بیمې لرل چې تر اوسه پورې جبري ده، ښايي د نویو وړاندیزونو په پایله کې له منځه ولاړ شي. سیسلیا مالمستروم د هغو کسانو په اړه چې د ستونزو له کبله اروپا ته په راتگ نه دي توانیدلي وویل: «تیر کال ۱۷ ملیونه انسانانو [اروپايي ټولنې] د ویزې غوښتنه کړې وه. د دوی له ډلې څخه د شپږ نیم ملیونو څخه زیاتو کسانو د ویزې د ترلاسه کولو په بهیر کې د ستونزو له کبله اروپا ته له سفر کولو څخه ډډه کړې وه.»

نیوکه: آزادي د امنیت په بیه

د اروپا د ویزې د لاسته راوړولو له پاره وړاندیز شوي دغه نوي مقررات به د اروپايي ټولنې په هغو ۲۲ هیوادونو کې منل کیږي چې د شینگن په تړون کې شامل دي. په دې توگه به بریتانیا د نویو مقرراتو تر اغیزې لاندې را نه شي. د ۱۹۸۵ کال راهیسې د شینگن د تړون غړي هیوادونه هڅه کوي چې خپلې پولې د هغو کسانو پر مخ له خنډونو څخه پاکې کړي چې غواړي دغو هیوادونو ته ورشي.

د ۱۹۸۵ کال د اپریل په ۱۴ نیټه د «بینولوکس دولتونو» چې په کې هالند، بیلجیم او لوژمبورگ شامل دي د آلمان او فرانسې په گډون د لوژمبورگ د شینگن نومې ناحیې سره نزدې په خپل منځ کې د سرحدونو د نه کنټرولو پریکړه وکړه.

اوس ایسلند، لیختن شتاین، ناورې او سویس هغه هیوادونو چې د اروپايي ټولنې د غړیتوب پر نه لرلو سربیره هم د شیگن په تړون کې شامل دي.

اوس باید اروپايي پارلمان او د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه د دغو بدلونو په هلکه پریکړه وکړي. دغه بهیر به په مني کې د اروپا د پارلمان تر ټاکنو وروسته پیل شي خو د آلمان د مسیحي سوسیال گوند سیاستواله هولمایر باور نه لري چې د قانون دغه مسوده به په خپل اوسني شکل کې ومنل شي.

مونیکا هولمایر د نویو وړاندیز شویو بدلونونه مخالفه ده.
مونیکا هولمایر د نویو وړاندیز شویو بدلونونه مخالفه ده.انځور: picture-alliance/dpa
سکا کیلر وایي چې دغه بدلونونه به پر اقتصاد باندې مثبته اغیزه وکړي.
سکا کیلر وایي چې دغه بدلونونه به پر اقتصاد باندې مثبته اغیزه وکړي.انځور: picture-alliance/dpa
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب