1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپایې مشران د روټه تر بریا وروسته د آرام ساه باسي

۱۳۹۵ اسفند ۲۶, پنجشنبه

د هالند په ټاکنو کې د لومړي مقام له خپلولو سره مارک روټه، د ښې اړخه عوامپاله ګیرت ویلدرز مخه نیولې ده. د دې بریا له کبله د اروپا ډیری مشرانو غبرګون ښولی دی.

https://p.dw.com/p/2ZGRl
Niederlande Mark Rutte und Geert Wilders in Den Haag
انځور: picture-alliance/AP Photo/P. Nijhuis

د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د مارچ ۱۶مه نېټه) وختې د هالند د ټاکنو لومړۍ پایلې او همداراز د سیاستوالو او عادي وګړو غبرګونونه اعلان شول. د هالند د چهارشنبې ورځې ټاکنو ځکه په نړیواله پام جلب کړی وو چې هغه له اروپایي ټولنې څخه د بریتانیا تر وتلو او همداراز د دونالد ترمپ تر ټاکل کیدو وروسته، په یوه اروپايي هیواد کې لومړۍ ټاکنې وې.

په داسې حال کې چې روټه له ښې اړخه عوامپاله ویلدرز څخه په ښکاره توګه ډیر مخکښه دی، ډیر شمیر کسان دغه بریا په اروپا کې د عوامپالنې پر وړاندې بریا ګڼي.

د ۵۴ سلنه رایو تر شمیرل کیدو وروسته، روښانه شوه چې روټه ډیره ښکاره بریا تر لاسه کړې ده. هغه د هالند د پارلمان د ۱۵۰ څوکیو له ډلې څخه ۳۲ ګټلي دي.

ډیری اروپايي مشرانو د هالند سرپرست لومړي وزیر ته د دې بریا له کبله مبارکۍ ویلي دي. په دې ترتیب سره به هغه تر ټاکنو وروسته هم د یوې دریمې دورې له پاره د خپل هیواد په مشري کې پاتې شي. په عین حال کې د دې خبرې ستاینه هم شوې ده چې د ویلدرز عوامپاله ګوند په ټاکنو یوازې ۱۹ څوکۍ ګټلي دي او له یوه بل ګوند سره یوځای په دویم مقام کې راغلی دی. تر دې مخکې داسې اټکل کیده چې د ویلدرز ګوند به په ټاکنو کې ۳۰ پارلماني څوکی وګټي. دغې بریا ته د اروپایي ټولنې د یووالي او ګډو ارزښتونو د بریا په معنی کتل کیږي.

د برلین غبرګون

آلمانۍ صدراعظمې انګلا میرکل روټه ته تلیفون کړی دی او هغه ته یې د دې بریا له کبله مبارکي ویلي ده. په عین حال کې دغې آلمانۍ سیاستوالې د روټه له نوي حکومت سره د ګډ کار له پاره چمتوالی ښوولی دی. په آلمان کې هم په سپتمبر میاشت کې پارلماني ټاکنې کیږي. میرکل غواړې چې بیا هم د آلمان د مشرې په توګه پاتې شي خو هغه په راتلونکو ټاکنو کې پیاوړی رقیب لري.

په آلمان کې هم په وروستیو وختونو کې عوامپاله د آلمان له پاره بدیل ګوند، ډیر فعاله شوې ده. دغه ګوند هم د آلمان د کډوالو د سیاست پر ضد ګار کوي. خو وروستۍ نظر سنجۍ ښيي چې دغه ګوند هم اوس د ضعیفه کیدو په حال کې دی.

تر هالند وروسته فرانسه

د فرانسې ولسمشر فرانسس اولاند هم د روټه د بریا هرکلی کړ دی. د هغه د دفتر له خوا په یوې خپرې بیانیه کې راغلي دي: «د جمهوریت ولسمشر مارک روتي ته د افراطیت پر وړاندې د هغه د واضیح بریا له کبله توده مبارکي وایي.»

تر هالند وروسته، فرانسه په اروپا کې دویم هیواد دی چې تر وروستیو بدلونونو وروسته د ټاکنو پر لور روانیږي. نظر سنجي ښيي چې د مارین له پین ګوند ښايي د ټاکنو لومړی دور وګټي خو په دویم پړاو کې به بیا بریا ته ونه رسیږي.