1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپایې کمیسار: آلمان ۱۰ زره مهاجر مني

۱۳۹۷ فروردین ۳۰, پنجشنبه

آلمان غواړي چې د اروپایې اتحادیې د بیا میشتیدنې د یوه نوي پروګرام په چوکاټ کې مهاجر ومني. د دې تر څنګ د برلين حکومت د شپږو نورو میاشتو له پاره د سرحدي کنترول د غزولو خبره هم کړې ده.

https://p.dw.com/p/2wJpz
Deutschland Österreich Grenze Bayern Flüchtlinge
انځور: Reuters/M. Rehle

د اروپایې اتحادیې د کمیسار دیمیتري اوراموپوولوس، په حواله آلمان د شمالي افریقایې هیوادونو او نږدې ختیځ څخه  تر۱۰ زرو ډیر مهاجر مني. اوراموپوولوس، د «فونکه» رسنیزي ډلې ته وویل چې په دې اړوند په روانه اونۍ کې د آلمان حکومت ژمنه ترلاسه شوې ده.

هغه زیاته کړه چې د اروپایې اتحادیې د نورو غړو هیوادونو له خوا د ۴۰ زره مهاجرو د منلو ژمنه شوې ده دا په دې معنی چې د «بیامیشتیدنې پروګرام» هدف او حتی تر هغې زیات ترلاسه شوی دی.

د اروپایې اتحادیې کمیسار د آلمان په ستاینه کې وویل: «د آلمان حکومت هلته موجود وي، کله چې خبره د نړیوالې همبستګۍ پر سر وي». د دې رپوټ پر بنسټ د آلمان حکومت په دې ژمنه کې د ځنډ دليل په دغه هیواد کې د نوي حکومت په تشکيل کې ځنډ په ګوته کوي.

اروپایې کمیسون دا پروګرام په تیر دوبي کې وړاندي کړی وو چې له مخې یې باید هغه پناغوښتونکي چې د ځانګړي حفاظت مستحق دي باید په مستقيم او ډاډمنه لاره اروپا ته راوستل شي. په پام کې ده چې د ۲۰۱۹م کال تر مني پورې لږ تر لږه ۵۰ زره تنه مهاجر په ځانګړي توګه له شمالي افریقا څخه اروپا ته په قانوني لارو راوستل شي. اروپایې اتحادیه په مجموع کې له هغو هیوادونو سره چې مهاجر مني د نیم میلیارد يورو مرسته کوي.

له زیهوفر سره شخړه

تمه کیږي چې نن د پنجشنبې په ورځ به د اروپایې اتحادیې کمیسار برلين ته ورسیږي. هغه به د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر سره وويني. په همدې منځ کې اروپایې کمیسار له برلين څخه غوښتي دي چې د مهاجرت د کړکیچ پر مهال وضعه شوی سرحدي کنترول دې ختم کړي.

اوراموپوولوس، وایې چې هغه به د تل له پاره دا ډول کنترول تائید نه کړي. نوموړی زیاتوي: «موږ باید ژر تر ژره د شینګن سیستم د عادي فعالیت وضعیت ته ور وګرځو».

هغه خبرداری ورکړ چې د شينګن په حوزه کې یو وار بیا په دوامداره توګه د سرحدي کنترول عملي کول به یو جدي پرشاتګ وي. د اوراموپوولوس په خبره دلته خبره په اروپایې اتحادیه کې د سفر آزادي او له دغې اتحادیې پورې د تعلق درلودلو احساس دی. اروپایې کمیسار خبردارې وکړ: «که شينګن سقوط وکړي، دا د اروپا ختمیدل دي، لکه څنګه چې موږ پرې پوهیږو».

په دې وروستیو کې د آلمان د کورنیو چارو وزیر زیهوفر اروپایې کمیسار ته په یو لیک کې تر می مياشتي وروسته د شپږ نورو میاشتو له پاره له اتريش سره د سرحدي کنترول د غزولو خبر ورکړی وو. په همدې حال کې هغه له یونان څخه د پروازونو د سیستماتیک کنترول د بررسۍ له عملي کیدو څخه ډډه کوي.

آوراموس پولوس، چې په اروپایې کمیسیون کې د مهاجرو او داخلي چارو مسئول دی دا خبره بی ځوابه پريښودله چې آیا کمیسیون د سرحدي کنترول تمدید تائیدوي او که نه.

هغه د سرحدي کنترول په اړه د زیهوفر له هغې خبرې سره مخالفت ښکاره کړ چې ویلي ول، تر ډیر وخته پورې نور به هم سرحدي کنترول ته اړتیا وي، ځکه د وړاندوینې وړ راتلونکي کې به د اروپا د بهرنيو سرحدونو کتنرول مطمئن نه وي.

اروپایې کمیسار وویل: «زه فکر کوم چې موږ پر سم لورې روان یوو». هغه د اروپایې سرحدونو د کتنرول، ساحلي ګارد او د سرحدونو د بهتره مدیریت په اړه اقداماتو ته اشاره وکړه. په دې کې د بیومیتریک هویت پاڼو د ورکړي پلان شوې موضوع هم شامله ده.

پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څځه انځوریز رپوټ: