1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا د کډوالو په برخه کې د نورو ملګرو په لټه کې

۱۳۹۵ خرداد ۱۸, سه‌شنبه

له ترکیې سره د مهاجرو په هکله تر موافقې وروسته اروپایې اتحادیه غواړي له افریقایي هیوادونو او نږدې ختیځ سره هم د مهاجرو په باب خبرې اترې وکړي. اروپا ته د مسلکي کارگرو انتقال هم د دې پروگرام یوه برخه ده.

https://p.dw.com/p/1J1ft
Rückführung der Flüchtlinge in die Türkei
انځور: Getty Images/AFP/O. Kose
په داخلي چارو کې د اروپایې کمیسیون مسئول دیمیتریس آورامو پویولوز، د سه شنبې په ورځ د «دي ویلټ» آلمانۍ ورځپاڼې ته وویل: «بروکسل غواړي چې ۷ افریقایې هیوادونو ته د مهاجرو په برخه کې د گډې همکارۍ پروگرام وړاندیز کړي.»
د دې کار هدف په منشأ کې د مهاجرت د دلایلو په مقابل کې مبارزه او اروپا ته د غیرقانوني مهاجرت مخه نیول ښودل شوي دي. نوموړی کمیسار وایي چې د ترکیې او اروپایي اتحادیې تر منځ لاسلیک شوی تړون له تجربې څخه هغه ته دغه مفکوره پيدا شوه.
آورامو پویولوز، وایي چې یوازې له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۲۰ کاله پورې به د مهاجرو په برخه کې د گډې همکارۍ یا مشارکت پروگرام د تمویل له پاره شاوخوا اته میلیارده یورو د دوی په اختیار کې ورکړل شي. نوموړي زیاته کړه چې سربیره پر دغو مرستو له همکارو هیوادونو سره به سوداگریزو اړیکو ته هم پراختیا ورکړل شي.
د دغه پروگرام له پاره په انتخاب شویو هیوادونو کې د تونس، نیجر، ایتوپیا، مالي، سنیگال، نایجیریا او لیبیا هیوادونو تر څنگ د نږدې ختیځ دوه هیوادونه اردن او لبنان هم شامل دي. د اروپایي اتحادیي د دغه کمیسار په خبره وروسته کیدای شي نور افریقایې او آسیایې هیوادونه هم په دغه پروگرام کې شامل کړای شي.
د ارپایي اتحادیي د داخلي چارو کمیسار زیاته کړه: «په لومړي سر کې موږ وغوښتل چې نهو هیوادونو ته قناعت ورکړو چې غیرقانوني مهاجر دې بیرته ومني. د دې ترڅنگ دوی باید په دوامداره توگه د انساني قاچاقچیانو په مقابل کې مبارزه وکړي او په اغیزمن ډول خپل سرحدونه کنترول کړي.»
د هغه په خبره د دې له پاره چې د کډوالۍ د اصلي دلیل یا علت پر وړاندې په دوامداره توگه مبارزه شوي وي، لکه څرنگه چې اروپایې اتحادیې په مني کې ژمنه کړې وه په دغو هیوادونو کې به د پانگونې پلان معرفي کړي. د خصوصي او دولتي پانگونې له لارې کیدای شي تر ۳۱ میلیارده یورو راټولې شي. د دې له جملې څخه پخپله د اروپایې اتحادیې کمیسیون به ۳،۱ میلیارده یورو مرسته ورکړي.
د اروپایې اتحادیې د کمیسیون وروستۍ هدف د دریمې نړۍ څخه ماهره او مسلکي کارگرانو له پاره د کار بازار ته د لاسرسي امکاناتو برابرول دي. نوی «Blue Card» (بلو کارډ د اروپایې اتحادیې له خوا د مسلکي او په کارپوه کاري قوي د جذبولو پروگرام) باید د پخوا په پرتله زیات امکانات ولري او انعطاف منونکی واوسي.
اورامو پویولوز زیاتوي: «هغه څوک چې ځان د دغه پروگرام له پاره کاندیدوي باید داسې یو قرارداد وړاندی کړي چې لږ تر لږه شپږ میاشتې وخت ولري.» د بلو کارډ درلودونکې باید په راتلونکي کې وکولې شي تر پنځو پرلپسې کلونو وروسته د دایمې پاتې کیدو له پاره خپل غوښتنلیک وړاندی کړي. د پلان شوي نوې مقررې په پر بنسټ اروپایې اتحادیه کولې شي په هر کال کې تر ۱۳۷ زرو پورې بلو کارتونه وړاندی کړي.