1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا ته د افغانستان د مشرتابه د سفر هدف

آژانسونه/ عبدالباري حکيم۱۳۹۳ آذر ۱۰, دوشنبه

اروپا ته د افغانستان د مشرتابه سفر نن پيل کيږي. د دې سفر هدف په خپل هيواد کې د سولي ټينگښت او اقتصادي وده ښوول شوی دی. خو د طالبانو وروستيو يرغلونو، دغه له هيلو ډک هدف تر سيوري لاندي راوستی دی.

https://p.dw.com/p/1DxSa
انځور: picture-alliance/AA

له هغه وروسته چي په سپتمبر مياشت کې افغانستان له امريکا متحدو ايالاتو او ناتو سره يو امنيتي تړون لاس ليک کړ، د دغه هيواد ولسمشر محمد اشرف غني احمدزی او د هغه د اجرائيه چارو رئيس عبدالله عبدالله په بروکسل کې د ناتو او په لندن کې د افغانستان په يو کنفرانس کې گډون کوي.

په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د امريکا متحدو ايالاتو او ناتو په مشرتوب، د نړيوال امنيتي مرستندوی ځواک ايساف جنگي سرتيرو بشپړ وتلو ته څه څلور اوونۍ پاته دي، افغانستان په امنيتي او اقتصادي برخو کې له ډيرو سختو چيلينجونو سره لاس او گريوان دی.

د وسله والو طالبا يرغلونه او هدفمن بريدونه زيات شوي دي، اقتصادي خوځښت کابو په ټپه درېدلی دی او په عين وخت کې نړيوالي مالي مرستي له دغه هيواد سره د کمښت په حال کې دي.

پر دغو ستونزو سر بيره د «ملي يووالي حکومت» د لوړي مراسمو څخه کابو دوې مياشتي تيري شوي دي، خو تر اوسه لا د نوي کابينې په جوړولو بريالی سوی نه دی.

په بروکسل کې به غني او عبدالله د ناتو له نوي عمومي منشي، ينس ستولتنبرگ سره نن د دوشنبې په ورځ ماځيگر (۲۰۱۴م کال د دسمبر ۱) وويني، او سبا به هغوي د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې گډون وکړي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي چې له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۴ کاله پوري يې په افغانستان کې حکومت وکړ، په وروستيو کلونو کې له ناتو سره ستونزمني اړيکي لرلې. خو نوی ولسمشر غني هڅه لري چې دغه اړيکي بيرته ورغوي.

غني د يکشنبې په ورځ وويل: «کله چې موږ له ناتو سره ووينو، موږ به په پوره ډاډ سره د راتلونکې په هکله خبري وکړو. د افغانستان، ناتو او امريکا متحدو يالاتو ترمنځ هيڅ ډول بدگوماني وجود نه لري.»

د ناتو روان حضور په افغانستان کې د دسمبر مياشتي پر ۳۱ له يوه جنگي ماموريت څخه د «پريکړن ملاتړ» په ماموريت بدليږي، چې هدف ېې تر زياتي اندازې د افغانستان د امنيتي ځواکونو روزل دي.

په ۲۰۱۰م کال په افغاستان کې په ټوليزه توگه ۱۳۰ زره بهرنيو عسکرو حضور لاره. دغه شمير وار په وار کم شو او په پام کې دې چې سر له نوي ميلادي کاله يوازي ۱۲۵۰۰ عسکر د نوي ماموريت له پاره پاته شي.

د لندن کنفرانس

په افغانستان کې د بريتانيا سفير، ريچارد ستيگ، د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي، چې د لندن کنفرانس يو چانس دی چي ولسمشر غني او د هغه د اجرائيه چارو رئيس عبدالله ښکاره کړي چي هغوی د دې توان لري چي په افغانستان کي يو بدلون رامنځ ته کړي: «دغه کنفرانس د افغانستان د حکومت له پاره يو مهم چانس دی چې د اصلاحاتو له پاره يوه طرحه وړاندي کړي او نړيواله ټولنه قانع کړي چې له افغانستان سره اوږد مهاله مرسته وکړي.»

د لندن کنفرانس د پنجشنبې په ورځ پرانيستل کيږي. تر هغه دمخه د چهارشنبه په ورځ ځيني نوري غونډي په پام کې دي.