1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بنګله ديشيانو هم اروپا ته مخه کړې ده

۱۳۹۶ مرداد ۱۵, یکشنبه

دوه کاله مخکې اروپا کې بنګله ديشي مهاجر په نشت کې حسابيدل. اوس په منځني ختيځ کې کار او غريبۍ ته تللي بنګلاديشان هم د افريقايانو په څير دبنګله ديشيانو هم اروپا ته مخه کړې ده.

https://p.dw.com/p/2hlJN
Rückführung der Flüchtlinge in die Türkei
انځور: picture-alliance/dpa/O. Panagiotou

په خليج هيوادونو کې د تيلو د بيو لوړيدل او د بشري حقونو څخه سرغړونې د دې لامل شوي چې اوس هلته ميشت بنګله ديشي مهاجر ليبيا او له هغه ځای څخه د مديترانې سمندرګي له لارې اروپا ته راشي.

د مديترانې د ليبيا له ساحلونو اروپا ته تلونکي مهاجر لمړی د ايټاليا ټاپوګانو ته ځانونه رسوي. له دې لارې چې تر ډيره د افریقا او منځني ختيځ هيوادونو مهاجر کار اخلي اوس په کې بنګله ديشي مهاجر هم ورزيات شوي دي.

۲۸ کلن احد د هغو بنګله ديشي مهاجرو څخه یو دی چې تيرکال ليبيا څخه د مديترانې سمندرګي له لارې ايټاليا ته رسيدلی دی. «انفو ايمګريشن» ويب پاڼه چې د مهاجرو په اړه معلومات خپروي، د احد په اړه ليکلي چې کله هغه په مديترانې سمندرګی کې وژغورل شو، د هويت تر پيژندګلوې وروسته دا خبره د ژغورونکې ډلې لپاره ډيره د حيرانتيا سبب واقع شوه چې احد د ۷نيم زره کيلومتره لرې هيواد بنګله ديش څخه راغلی دی.

په مديترانې سمندرګې کې د ژغورنې ډلې (ايس. او. ايس مديتيرين) په حواله، له کومې کشتۍ څخه چې احمد وژغورل شو ۹۰ تنه مهاجر په کې سپاره ول چې ۶۷ تنه يې بنګله ديشيان ول.

بنګله ديش په تيرو دوو کلونو کې په فرانسه کې د هغو لسو لمړيو هيوادونو په ډله کې راغلی چې اتباعو يې له فرانسې څخه د سياسي پناه غوښتنې کړي دي.

پاريس کې د بنګله ديشي چارو پورې د اړوندې يوې ادارې کارپوه جيرمې کارډن وايي: « د مهاجرت په موضوع کې د بنګله ديشيانو د شمير زياتوالی يوه نوې خبره ده. اوس په ډیر شمير کې بنګله ديشي مهاجر د مديترانې سمندرګې له لارې اروپا ته د راتلو په حال کې دي».

د احد په خبره چې هغه لمړی خپل سفر د بنګله ديش پلازمينې ډهاکې څخه د عمان پر لور پيل کړ چې له هغه ځایه بحرين، ترکيه او بيا ليبيا ته راغی او ليبيا څخه يې اروپا پر لور سفر وکړ.

احد وايي چې ډیری بنګله ديشیان د کار و بار لپاره ليبيا ته راځي او دی هم په اصل کې د کورنۍ لخوا ليبيا ته استول شوی وو چې هلته کار وکړي او پيسې وګټي. خو احد وايي چې ليبيا کې د خراب وضعيت او انساني حقوقو ته د نه درناوی کولو له امله اړ شو چې اروپا پر لور سفر وکړي.

د مديترانې سمندرګی، اروپا ته د مهاجرت تر ټولو خطرناکه غيرقانوني لار بلل کيږي. د رپوټونو پر اساس تيرکال پر دغې لار شاوخوا ۵۰۰۰ مهاجر اوبو کې مړه شول. رپوټونه د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادراې په حواله کاږي چې سږکال هم پر دغې لارې تر اوسه له ۲۰۰۰ څخه زياتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. انساني قاچاقبران په بادي ربړي کشتيو کې له حده زيات مهاجر سپروي چې ډیری وخت همدا مسئله په سمندر کې د کشتۍ د خرابيدو او بلاخره د ډوبيدو سبب واقع کيږي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (26.04.2017):