1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا ته رسيدلو مهاجرو کې پاکستان دريم ځای لري

۱۳۹۶ بهمن ۲۸, شنبه

په اروپا کې د مهاجرو د چارو په هکله معلومات درلودونکي ادارې «انفو مايګرينټس» خبر ورکړی دی چې پاکستان دريم هيواد دی چې اروپا ته د رسيدلو پناه غوښتونکو په ډله کې تر ټولو زيات مهاجر لري.

https://p.dw.com/p/2sqRO
Griechenland Lesbos pakistanische Flüchtlinge
انځور: Jodi Hilton

د «انفو مايګرينټس» د تازه ارقامو له مخې، د روان ميلادي کال (۲۰۱۸) په لمړي مياشتې کې هم د مديترانې سمندرګي له لارې ډير شمير پاکستاني مهاجر اروپا ته رسيدلي دي.

د ملګرو ملتونو ادارې د ارقامو له مخې، په دغې مياشت کې ۴۰۰۰ مهاجر له ليبيا څخه د مديترانې له لارې ايتاليا ته رسيدلي دي، چې ۲۴۸ تنه (۶ سلنه) يې پاکستاني مهاجر دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تير کال په همدې مياشت کې د سمندري لارو اروپا ته يوازې ۹ تنه پاکستاني مهاجر رسيدلي ول.

په ۲۰۱۷م کال کې نژدې د شمالي افريقا څخه ۱۲۰ زره مهاجر ايتاليا ته رسيدلي ول چې په هغو کې ۳۱۰۰ تنه يې د پاکستان اتباع ول.

ملګري ملتونه او د مهاجرو په چارو کې مرستندويه ادارې اوس په دې غور کوي چې د سمندري لارو اروپا ته د پاکستاني مهاجرو د شمير د زياتيدو لاملونو وپيژني. چارواکي وايي ځينې مهاجر د ترکيې څخه يونان ته د رسيدو پرځای اوس د مديترانې سمندرګي لاره د ترکيې د بديلې لارې په توګه کار اخلي. ډيره سړه هوا او پر پولو د شديد کنترول موجوديت هم د دې لامل واقع شوي چې د مديترانې سمندرګي له لارې مهاجرتونه ډير شي.

د مهاجرت نړيوالې ادارې څخه «فليویو دي ګيوکومو» وايي چې تيره مياشت ايتاليا ته د رسيدلو مهاجرو په ډله کې ځينې داسې مهاجر هم شته چې په اغلب ګمان د يونان له کمپونو څخه بيرته ترکيې ته استول شوي دي. په حاضر وخت کې مهاجر د سوډان څخه ليبيا او بيا له هغه ځایه د سمندري لارې اروپا ته د رسيدلو کوشش کوي.

پاکستانی خبريال شاهد ايس وايي دا چې ولې له ليبيا څخه اروپا ته تلونکو پاکستاني مهاجرو په شمير کې زياتوالي رامنځ ته شوی، د لاملونو په اړه يې وضاحت ورکول ګران کار دی. د شاهد په وينا اوس په عراق او سوريه کې وضعيت ښه شوی دی، چې له همدې امله هم له دغو ځایونو څخه اروپا ته مهاجرتونه لږ شوي دي.

اروپا پر لور د مهاجرتونو وضعيت او کچه تل د بدلون په حال کې وي. د روان کال د جنورۍ مياشتې له لمړۍ څخه د فبرورۍ مياشتې تر نهمې پورې شاوخوا ۷۸۶۵ مهاجر اروپا ته رسيدلي دي.

مهاجرو په ياده موده کې اروپا ته د رسيدلو په موخه د مديترانې سمندرګي لاره د تر ټولو نژدې لارې په توګه  انتخاب کړې ده. د دغې يوې مياشت او نهو ورځو په موده کې پر دغې لارې ۴۷۳۳ تنه مهاجرو خپل ځانونه ايتاليا ته رسولي دي.

د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: