1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا د اسرائيلو پر وړاندي خپل سياست سخت کړی

عبدالباري حکيم (جانسن کلاوس)۱۳۹۲ تیر ۲۸, جمعه

ډير ژر به له اسرائيلو سره د اروپايي ټولني مرستي په دي پوري وتړل شي چي په اشغالي سيمو کي د اسرائيلو پروژي د اروپايانو په پيسو تمويل نه شي. دغه راز په دي برخه کي ځيني نوي محدوديتونه هم په پام کي دي.

https://p.dw.com/p/19AtN
Ein Mitarbeiter des Bundeskanzleramtes ordnet am Donnerstag (27.08.2009) im Bundeskanzleramt in Berlin vor dem Besuch des israelischen Ministerpräsidenten die Fahnen. Foto: Klaus-Dietmar Gabbert dpa/lbn +++(c) dpa - Report+++
Symbolbild Flagge EU Israelانځور: picture-alliance/dpa

د اروپايي ټولني د هغه پلان پر وړاندي په اسرائيلو کي شورماشور پيل شوی دی چي له مخي يې د دغه هيواد له خوا په اشغال سوو سيمو کي د اروپايي ټولني په پيسو پروژې بايد تمويل نه شي.

اسرائيليو ورځپاڼو په خپلو مقالو کي ليکلي دي چي «اروپايي ټولني يې پر هيواد باندي بنديزونه لگوي.» پارلماني استازي وايي چي اروپايانو په اسرائيلو پسې سوټي راخيستي دي. د اسرائيلو حکومت د مشر، بنيامين نيتانياهو له خولي ويل شوي دي چي «اوس داسي هڅي رواني دي چي د اسرائيلو پولي د اقتصادي فشارونو له لاري جوړي کړاي شي، نه د خبرو اترو له لاري.»

خو پوښتنه دا ده چي د اروپايي ټولني کمېسيون څه ډول يوه پريکړه کړې ده؟ ويل کيږي چي د اسرائيلو هره هغه پروژه چي د اروپايي ټولني په پيسو سره تمويليږي، تر۲۰۱۴ کال وروسته بايد له يوه اعتراف ليک سره ضميمه شي. هغه دا چي «هغه څوک چي له اروپايي ټولني څخه مالي مرسته غواړي، ځان بايد مکلف کړي چي د اروپايانو د ماليو ورکوونکو له دغو پيسو څخه په فلسطيني اشغالي سيمو، لکه د اردون د سيند لوېديځه غاړه، ختيځ بيت المقدس او يا د گولان په لوړو کي کار وا نه خلي. اسرائيلي تأسيسات بايد په شخړه ييزو سيمو کي څانگي ونه لري.»

په دغه شان يو پلان سره اروپايي ټولنه دا روښانه کوي چي د اسرائيلو هيواد خاوره د هغو پولو په دننه کي رانغښتل کيږي چي د ۱۹۶۷ کال تر درې ورځنۍ جگړې دمخه په رسميت پيژندل شوي دي. د اروپايي ټولني دغه دريځ د جمعي په ورځ (۲۰۱۳ کال د جولاي۱۹) په يوه رسمي جريده کي خپريږي او په دې ډول رسمي بڼه پيدا کوي.

نوي مقررات د نوو تړونونو له پاره

خو دغه نوي مقررات يوازي د هغو تړونو له پاره صدق کوي چي نوي لاسلیک کيږي. تراوسه پوري تر سره شوي تړونونه پر خپل ځاي پاتيږي.

د اروپايي ټولني استازې الکساندرا تاين
د اروپايي ټولني استازې الکساندرا تاينانځور: picture alliance/Wiktor Dabkowski

د آلمان د ليبرال ديموکرات گوند اروپايي سياستواله، الکساندرا تاين د اروپايي ټولني د دغه شان پريکړي په هکله خواشيني څرگنده کړې ده:«زما په نظر غوره خو دا وه چي دغه نوي مقررات د پخوانيو تړونونو په هکله هم د تطبيق وړ وای، خو له حقوقي لحاظه داسي يو څه ممکن نه دي.» معنی دا چي په فلسطيني سيمو کي د اسرائيلو د تأسيساتو پخوانيو څانگو ته  به د پخوا په څير پيسي رواني وي. د منځني ختيځ د چارو دغي کارپوهي له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل:«هدف دا دی چي په اوسني وخت کي په دي اړه کومه ستره لانجه رامنځ ته نه شي.»

د اروپايي ټولني د بهرنيو چارو مسئوله کاترين اشتن، هم نه غواړي چي دغه پريکړه ډيره زياته مهمه وگڼله شي. د هغي وياندي وويل:«د اروپايي ټولني دغه اقدام کوم نوی شي نه دی، بلکي هغه د زيات وضاحت له پاره تر لاس لاندي ونيول شو.»

د اروپايي ټولني پيسي او د اسرائيلو نه ليوالتيا

دا چي په راتلونکو کلونو کي به څوميليونه نوري پيسي د اروپايي ټولني له خوا اسرائيلو ته ورکول کيږي، سمه روښانه نه ده. خو د دغي ټولني له خوا په اسرائيلو کي ډيري زياتي پروژې تمويليږي لکه: اسرائيلي څېړنيز پروگرام، د ځوانانو تر منځ د همکارۍ پروژه، سپورت، د پوليسو روزنه. سر بيره پر دي د «اهاوا» په نامه د سينگار د وسايلو يو شرکت چي د اردون د سيند په لويديځه غاړه کي توليد کوي، هم د اروپايي ټولني په پيسو تمويليږي.

خو دا چي د اروپايي ټولني دغه نوې پاليسي به د منځني ختيځ د سولي پروسه گړندي کړي، کارپوهان شک لري. آلمانی سياست پوه يوخين هيپلر، وايي چي دا د منځني ختيځ د ستونزي پر وړاندي د اروپا د پاليسۍ د ژور بدلون په معنی ده: «دا يو ډير ورو گام دی چي په دې لاره کي اخيستل کيږي، که څه هم د اروپايي ټولني دغه اقدام سمبوليک اهميت لري او د منځني ختيځ په پاليسي کي ورته قوت ورکوي، خو دا د منځني ختيځ د سولي پر پروسه باندي زياته اغېزه نه شي کولاي.