1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا د ترهگرو په تعقیب کې ده

۱۳۹۵ فروردین ۸, یکشنبه

د یو رپوټ پر بنسټ په پاریس او بروکسل کې تر ترهگریزو بریدونو وروسته د اروپا امنیتي ادارې د اتو شکمنو ترهگرو په تعقیب کې دي. آلماني چارواکو هیڅ داسې شواهد نه دي موندلي، چې له مخې یې په آلمان کې بریدونه پلان شوې وي.

https://p.dw.com/p/1IKS7
انځور: picture-alliance/dpa/J. Pollex

د «ویلټ ام زونټاگ» آلماني ورځپاڼې د امنیتي کړیو په حواله رپوټ ورکړی دی چې هغه کسان چې گمان کیږي له ترهگرو سره یې مرسته کړې یا به په سوریه کې پاتې شوي وي او یا به هم په اروپا کې د تیښتې په حال کې وي. د دغو کسانو اکثریت د فرانسې او بلژیک تابعیت درلودونکي دي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي: هغه شکمن ترهگر چې لټون ورپسې روان دی د پاریس د بریدونو له شکمن پلانونکي عبدالحمید اباعود، او په بلجیم کې د هغه له مرسته کونکي عبدالسلام سره په تماس کې پاتې شوي دي. د دغو تحقیقاتو په برخه کې د نورو ادارو تر څنگ د آلمان د جنایې ادارې (BKA) کارکونکو هم برخه اخیستې.

بریدونه د تلیفون له طریقه همغږې شوي

د «ویلټ ام زونټاگ» ورځپاڼې د بلجیم او فرانسې د تحقیقاتو په استناد لیکلي دي چې د داعش یا «اسلامي دولت» ډلې د اروپایې څانگې مشر الجزایری محمد بلخاید نومیده چې د بلجیم د پولیسو له خوا په ډزو تر ویشتل کیدو ورسته مړ شوی وو.

ویل کیږي چې هغه په بلجیم کې د بم جوړونکي نجیم لوخرا اوی، سره یوځای لومړی د فرانسې او بیا د بلجیم بریدونه د تلیفون له لارې هم غږې او رهبري کړي ول.

د تیر کال د نوامبر میاشتې په ۱۳ نیټه د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د ترهگریزو بریدونو په ترڅ کې ۱۳۰ تنه مړه او تر ۳۵۰ زیات ټپیان شول.

د تیرې سه شنبې په ورځ د بلجیم په «څاونتم هوایې ډگر» کې دوو تنو ځانمرگي بریدگرو د ځان پورې چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه. نږدې یو ساعت وروسته یو بل ځانمرگي بریدگر د بلجیم په پلازمېنه(د اروپا څلور لاره) کې ځان پورې تړلو چاودیدونکو موادو ته انفجار ورکړ. د دغو بریدونو په ترڅ کې په مجموع کې ۳۱ تنه مړه او شاوخوا ۳۰۰ تنه ټپیان شول.

ترهگرو ته جعلي پاسپورتونه

په ایتالیا کې پولیسو د بروکسل او پاریس د پيښو په تړاو یو شکمن کس چې د الجزایر هیواد تبع او په بلجیم کې یې پولیس په لټه کې ول نیولی دی. پولیسو په تویتر کې لیکلي دي چې دغه کس چې جمال الدين واعلي، نومیږي د جعلي پاسپورتونو جوړونکي بانډ غړی او د برید ترسره کونکو سره په تماس کې وو.

د اسنا، خبري آژانس رپوټ ورکړی دی چې دغه ۴۰ کلن شخص د ایټالیا په سویل زالیرنو، سیمه کې نیول شوی. د یوه اروپایې حکم له مخې بلجیمي چارواکي د هغه د نیولو په هڅه کې ول.

پر دې اساس ویل کیږي چې د جعلي پاسپورت دغه جوړونکي بانډ به داسې اسناد جوړ کړي وي چې د پاریس او بروکسل د بربد گرو له خوا کارول شوي وې.

ظاهراً دریم بریگر هم نیول شوی

د بلژیم پولیس وایې چې هغه دریم بریدگر یې هم نیولې دی چې گمان کیږي د بروکسل په بریدونو کې یې په مستقیم ډول لاس درلود. د رسنیو د رپوټونو له مخې د بروکسل په هوایې ډگر کې د برید دویم بریدگر پسې د څو ورځو راهیسې لټون روان وو. د جمعې په ماښام نیول شوې کس فیصل، د هغه ټکسې چلونکي له خوا پيژندل شوی کوم چې دغه بریدگر یې هوایې ډگر ته لیږدولي ول.

دا هغه دریم تن دی چې په یوه څارونکي ویډیو کې له تورې خولې سره د دغو دوو نورو ځانمرگي بریدگرو تر څنگ لیدل کیږي. تر اوسه پورې د دغه دریم تن نیول کیدل په رسمي توگه نه دی تائيد شوی. په عین وخت کې څارنوالۍ په ترهگریزو بریدونو کې د فیصل د ښکیلوالي له امله د هغه د نیول آمر صادر کړی دی.