1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا د کډوالو په اړه مشترک موقف نه لري

۱۳۹۴ شهریور ۳۰, دوشنبه

د مرکزي اروپا هیوادونو دیپلوماتان به د دوشنبې په ورځ سره ویني ترڅو اروپا ته د کډوالو د راتلو په اړه خبرې وکړي. دا خبرې په داسې وخت کې ترسره کیږي چې په مدیترانه کې د یوې کښتۍ ډوبیدو ۱۳ کډوال وژلي دي.

https://p.dw.com/p/1GZb7
انځور: picture-alliance/AA/H. Erdinc

د چک، پولند، سلواکیا او هنګري هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران به د دوشنبې په ورځ په پراګ کې سره وویني ترڅو د اروپايي ټولنې د کډوالو د کړکیچ په اړه خبرې اترې وکړي. دغه هیوادونه د آلمان په څیر هیوادونو ته د رسیدو پر لاره پراته دي. اوس هم دغو هیوادونو په زرهاو کډوال د راتلو په حال کې دي څو ځانونه د لویدیځې اروپا هیوادونو ته ورسوي.

د پولند د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي: «موږ به په دې اړه خبرې وکړو چې څرنګه په اروپا کې د کډوال روان کړکیچ پای ته رسولی شو او دا چې څرنګه د اروپايي ټولنې له پولو ساتنه کولی شو.»

دغه چارواکي ټینګار کړی دی چې د کډوالو او اقتصادي مهاجرو تر منځ باید توپیر وشي. دغه چارواکي په عین حال کې د هغې طرحي مخالفت هم وکړ چې کډوال دې پر اروپایي هیوادونو باندې د هغوی د نفوس او داريي له مخې وویشل شي. هغه وویل: «هر هیواد باید د دې توان ولري چې چې وټاکي څومره کډوال مني. که کډوال پر دغو هیوادونو باندې وویشل شي نو زما به نظر د اروپايي اصولو خلاف دی.»

۱۳ کډوال اروپا ته د رسیدو پر لار ووژل شول

د یکشنبې په ورځ د ترکیې په سواحلو کې د کډوالو د یوې کښتې د ډوبیدو په پایله کې د شپږو ماشومانو په ګډون ۱۳ تنه کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ترکي رسنیو ویلي دي چې د دغو کډوالو وړوکي کښتۍ له یوې لویې کښتۍ سره تر جنګیدو وروسته ډوبه شوې ده. دغه پیښه د شپې په تیاره کې رامنځ ته شوې ده. ترکیي چارواکو ویلي دي چې په کښتۍ کې د سپرو کسانو له ډلې څخه ۲۲ تنه ژغورل شوي هم دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب