1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا ـ سړه هوا ۲۳ زره مهاجر ماشومان ګواښي

۱۳۹۵ بهمن ۳, یکشنبه

يونسيف په اروپا کې د ژمي شديده سړه هوا د نژدې ۲۳ زره مهاجرو ماشومانو د پاره يو جدي خطر ګڼي. اروپا کې د تيرو څو ورځو په ترڅ کې هوا سره په تړاو ناروغيو کې له کبله تر۶۰ څخه زيات کسان مړه شوي چې ډیری یې مهاجر دي.

https://p.dw.com/p/2WCqW
Griechenland Schnee in Flüchtlingsunterkunft auf Lesbos
انځور: Getty Images/AFP/STR

ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې يونسيف په خپل يو تازه راپور کې ويلي دي چې اوس په اروپا کې سړه هوا له صفر نه هم څو درجې ښکته شوې ده او دې سره د مهاجرو په مختلفو کمپونو کې ماشومان د سينه او بغل او نورو تنفسي ناروغيو له خطر سره مخ دي.

د يونيسف لخوا په خپور شوي يو تازه بيان کې راغلي دي: « د ختيځې، لويديځې او سويلي اروپا د سړې هوا او طوفانونو په شدت کې په سمدستي توګه د کموالي کومې نښې نښانې نه ليدل کيږي. دې سره مهاجر ماشومانو د تنفسي او نورو ناروغيو د خطرونو سره مخ دي».

حاضردمه په يونان او د بالکان سيمې هيوادونو کې نژدې ۲۳ زره مهاجر ماشومان بند پاتې دي، چې په هغو کې د کم عمر درلودونکي شيرخور ماشومان هم شامل دي. په وروستيو ورځو کې ځينو مسئولانو تر منفي ۲۰ درجې پورې هم د هوا د سړيدو رپوټونه ورکړي وو.

د سړې هوا له خطر څخه تر ټولو زيات د يونان په ټاپونو کې ميشت مهاجر چې په خيمو کې ژوند کې اغيزمن دي. په تيرو کلونو کې د ځينو مقاماتو لخوا په دغې سيمه کې د وارو د سختو ورښتونو رپوټونه هم ورکړل شوي وو.

د روغتيا په برخه کې د ختيځې او منځنۍ اروپا لپاره د يونسيف ادارې سيميز مسئول بازل رودریګ پر حواله، تر ډیره د کم عمر درلودونکي شير خوره ماشومان چې د بدن يې د کمې چربي درلودونکي دي له خطر سره مخ دي. په ځانګړي توګه دسينه بغل او تنفسي ناروغيو له خطر سره.

اروپا کې په تيرو څو ورځو کې هوا سره په تړاو د مرګونو آمار له ۶۰ څخه اوښتي دي. په مړو شويو کسانو کې ډیری يې بې کوره خلک او مهاجر ښودل شوي دي.

حاضردمه په يونان کې ۶۰ زره مهاجر ميشت دي چې ډیری یې د سوريې اوسيدونکي دي. که څه هم يوناني چارواکو د مهاجرو څخه ډیر شمير يې خوندي هستوګنځايونه ته انتقال کړي دي، خو لا هم داسې مهاجر شته چې په راڼه ميدان يا په ويجاړو کمپونو کې په بد حالت کې ژوند کوي. تر ټولو زیات د همدا شان سيمو مهاجر د سړې هوا له امله له پيښيدونکو خطرونو سره مخ دي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (13.01.2017):