1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د تاپي امنیت نیولو له پاره له طالبانو مرسته غواړي

۱۳۹۴ آذر ۲۲, یکشنبه

ارګ د پاکستان د دفاع وزیر هغه څرګندونې رد کړې چې پاکستان به د تاپي امنیت نیولو له پاره له طالبانو مرسته وغواړي. ارګ ویلي، دا څرګندونې ښيي چې پاکستان د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي.

https://p.dw.com/p/1HMfN
انځور: AP

د ارګ له خوا په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي دي: «د افغانستان اسلامي جمهوریت د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف، هغه څرګندونې چې د افغانستان په خاوره کې به د تاپي پایپلاین د امنیت ټینګولو به برخه کې له طالبانو مرسته وغواړي، غیر مسئولانه، او د دې هیواد د مشرانو د هغو څرګندونو خلاف بولي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي.»

د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند مشرانو د یکشنبې په ورځ د ټاپي پروژه پرانیسته چې په ترڅ کې به یې د ترکمنستا ګاز د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته ورسیږي. د ګاز د لیږد دغه پایپلاین ۱۰۰ کیلیومتر برخه د افغانستان له خاورې تیریږي.

د پاکستان د دفاع وزیر د څرګندونو په اړه د ارګ په اعلامیه کې راغلي دي: «د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونې ښيي چې د دې هیواد یو شمیر چارواکي اوس هم د افغانستان په چارو کې له لاس وهنې سره لیوالتیا، له طالبانو سره نزدې اړیکې او پر هغوی باندې د ملاحظې وړ نفوذ لري.»

د ارګ له خوا په خپرې شوې اعلامیه کې زیاته شوې ده چې افغان امنیتي ځواکونه د دې توان لري چې د دغې پروژې ساتنه وکړي. په بیانیه کې زیاته شوې ده چې افغان حکومت د تاپي پروژې د امنیت نیولو له پاره ځانګړي ځواکونه چمتو کړي دي او د سیمې خلک به هم د دې پروژې په خوندې ساتلو کې مرسته وکړي.

د پاکستان د او افغانستان مشرانو په وروستیو وختونو کې د اسیا د زړه کنفرانس پر مهال یو ځل بیا ټینګار وکړ چې له ترهګرۍ سره به ګډه مبارزه وکړي. پاکستاني لومړي وزیر نواز شریف، په دې کنفرانس کې د افغانستان دښمنان خپل دښمنان وبلل، خو د هغه دغو څرګندونو ته د یو شمیر افغان چارواکو په ګډون ډیر شمیر افغان د شک په سترګه ګوري. د شریف له دغه څرګندونو وروسته د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل، له خپل دندې استعفأ وکړه او پخپله رسمي فیسبوک پاڼه کې یې ولیکل چې د شریف د څرګندونو پر مهال هم د هغه د هیواد یو شمیر چارواکو د طالبانو ملاتړ کاوه او ډیر شمیر افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب