1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ارگ: نبيل به په يوه هيواد کي سفير وټاکل سي

۱۳۹۱ شهریور ۸, چهارشنبه

سره له دې چي ولسي جرګې په خپله عمومي غونډه کي د ملي امنیت د لوی رئیس رحمت الله نبیل د ګوښه کېدو پر پریکړي له سره د غور غوښتنه وکړه، جمهوري رياست اعلان کړی دئ چي ښاغلی نبیل له دندي ګوښه شوی دئ.

https://p.dw.com/p/15zLZ
انځور: AP

د جمهوري ریاست له خوا په يوه خپره شوې اعلامیه کي راغلي دي چي نوموړی به په نزدې راتلونکې کي په یوه بهرني هېواد کي د افغانستان د سفېر په توګه وټاکل شي.

ولسمشر کرزي نن چهارشنبه(۲۰۱۲ کال د اگست ۲۹) په یو ځانګړې غونډه کي د ملي امنیت د لوی رئیس په توګه د انجینر رحمت الله نبیل د دوه کلن ماموریت قدردانې وکړه.

خو ولسي جرګې بیا ښاغلی نبیل د ملي امنیت ریاست له پاره یو وړ او په کار پوه سړی وباله او د ده وروستي فعالیتونه ئې وستایل.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر وویل رحمت الله نبیل په افغانستان کي د بهرنیو استخباراتي کړیو فعالیتونه خورا ځپلي او په دې برخه کي زیاتي برياوي هم لري.

ده پر ولسمشر ږغ وکړ، چي د ملي امنیت لوی رئیس دي پرېږدي چي خپلي دندې ته دوام ورکړي:

«زه ستاسو په استازيتوب او په دغو خاصو شرایطو کي پر حکومت او په خاص ډول پر جمهور رئیس باندي ږغ کوم چي نبیل دي خپلي وظیفې ته ادامه ورکړي او د موضوع د ښه روښانه کولو له پاره به موږ حکومت ته یو مکتوب هم ولیږو.»

دغه راز، د ولسي جرګې یوې غړي فرخنده زهرا نادري وویل د ملي امنیت رئیس له دندې څخه د گوښه کولو تر شا خامخا سیاسي هدفونه پراته دي.

د اغلي نادري په وینا رحمت الله نبیل یو له هغو کسانو څخه وو، چي له ولسي جرګې څخه ئې د باور ډېري رايې ترلاسه کړي وې.

دې وویل ولسمشر باید افغان اولس ته روښانه کړي چي نبیل د کومو دلایلو پر بنسټ له دندې گوښه کوي او پر ځای یې بل څوک ټاکي.

خو د جمهوري ریاست په اعلامیه کي دا نه ده روښانه شوې چي رحمت الله نبیل د کومو دلایلو پر بنسټ له دندې ګوښه شوی دئ.

سره له دې چي د ملي امنیت د عمومي رئیس رحمت الله نبیل د دندې پر مهال پر دولتي او بهرنیو سفارتونو باندي ډله ییز ځانمرګي او وسله وال بریدونه شوي دي او دا اداره ددې برېدونو په مخنیوي کي په پاته راتلو پړه ګڼل شوې ده، خو له بل لوري ئې وروستي فعالیتونه هم ستایل شوي دي.

ښاغلی نبیل شاوخوا دوه کاله دمخه د ملي امنیت د پخواني رئیس امرالله صالح تر استعفا وروسته د دغه ادارې د سرپرست او بیا وروسته د رئیس په توګه وټاکل شو.

اسماعيل شاکر/ کابل
کتونکی: نجيب الله زیارمل